Dassault-Breguet Super Étendard

د فرانسې الوتکې وې. د فرانسې سمندري ځواک کارولې. په هوا کې جنګ کوونکې او له هوا څخه د سمندر او د ځمکې پر سطحه برید کوونکې وه. د (Dassault Étendard IV) پخوانیو الوتکو پر مختللی ډول او د همدې الوتکو ځای نیونکې وې. د کوسوو، لیبیا او افغانستان په جګړه کې کارېدلي. همداسې عراق له ایران سره په جګړه کې کارولي، ارجنټینا په ۱۹۸۲ کې د جګړې پر مهال خپل مخالفین پرې بمبار کړي.
 
جوړونکی شرکت یې (Dassault-Breguet) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۴ کال د اکتوبر په ۲۸ نېټه کړې، د ۱۹۷۸ کال په جولای کې یې کارونه پیل شوې. د ۲۰۱۶ کال په جولای کې فرانسې تقاوت کړې، د ۱۹۷۴–۱۹۸۳ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۸۵ دی. ارجنټینا ټولې ۱۴ الوتکې لرلې، د فرانسې سمندري ځواک ۷۱ الوتکې لرلې د ۱۹۸۳ او ۱۹۸۵ کلونو ترمنځ فرانسې پنځه الوتکې عراق ته د پور په توګه ورکړې وې له ۵ څخه یوه الوتکه ایران نسکوره کړه او په ۱۹۸۵ کال کې نورې څلور الوتکې بېرته فرانسې ته ستنې شوې.
 
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۱۴.۳۱ متره
د وزرو پراخوالی : ۹.۶ متره
لوړوالی : ۳.۸۶ متره
د وزرو سطحه : ۲۸.۴ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۶۵۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۲۰۰۰ کیلو ګرامه
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۲۰۵ کیلو متره
په وزرو کې د وزن ظرفیت : په متر مربع کې ۴۲۳ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : Snecma Atar 8K-50 turbojet, 49 kN (11,000 lbf) thrust
 
وسلې :
 
دوه (30 mm DEFA 552) ماشیندارې په هره یوه کې ۱۲۵ مرمۍ
د وزر لاندې یې د مهماتو د نښلونې لپاره ۴ ځایونه لرل د تنې لاندې یې دوه ځایونه لرل او لاندې مهمات پکې د نصب کېدو وړ وو:
 
راکټونه
Matra rocket pods
توغندي
AM-39 Exocet Anti-shipping missile or
Air-Sol Moyenne Portée nuclear armed missile or
AS-30L or
Matra Magic Air-to-air missile
بمونه
Conventional unguided or laser-guided bombs
AN-52 free-fall nuclear bomb
Super Etendard - RIAT 2005 (modifiled)
Super Etendard – RIAT 2005. Image by Tim Felce

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons