Dassault/Dornier Alpha Jet

سپکه برید کوونکې خو پر مختللې د روزنې جیټ الوتکه هم ده. د فرانسې (Dassault Aviation) شرکت د جرمني له (Dornier Flugzeugwerke ) سره په ګډه جوړه کړې. د فرانسې او جرمني هوایي ځواکونو د روزنې لپاره پېرلي خو نورو هیوادونو د سپکې برید کوونکې الوتکې په توګه تر لاسه کړي. جرمني په ۱۹۹۰ لسیزه کې خپلې تقاوت کړې خو ځینې یې په نورو وپلورلې. ځینې هیوادونو په جګړه کې هم کارولي.
 
لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر په ۲۶ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۷۷ کال د نومبر په ۴ پیل شوې، د ۱۹۷۳–۱۹۹۱ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو شمېر ۴۸۰ دی، د یوې الوتکې ارزښت په ۱۹۷۸ کې ۴.۵ میلیونه ډالر وو. د استرالیا، کامېرون، کاناډا، مصر، فرانسې، مراکش، نایجیریا، قطر، تایلنډ، ټوګو، بلجیم، جرمني، پرتګال او انګلستان هوایي ځواکونو ترلاسه کړې وې. انګلستان او پرتګال په ۲۰۱۸ کې او بلجیم په ۲۰۱۹ کې تقاوت کړې خو نور ټول هوایي ځواکونه یې تر اوسه کاروي.
 
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۱۳.۲۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۹.۱۱ متره
لوړوالی : ۴.۱۹ متره
د وزرو سطحه : ۱۷.۵ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۳۵۱۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۵۰۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۷۵۰۰ کیلو ګرامه
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۰۰۰ کیلو متره
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو SNECMA Turbomeca Larzac 04-C5 turbofan engines, 13.24 kN (2,980 lbf)
 
وسلې :
یوه (27 mm Mauser BK-27 Revolver cannon) ماشینداره ۱۲۰ مرمۍ
د مهماتو د نښلونې لپاره یې ۵ ځایونه لرل او په ټولو کې تر ۲۵۰۰ کیلو ګرامه پورې مهمات انتقالولای شي
 
راکټونه
Two Matra rocket pods
two CRV7 rocket pods
توغندي
Two AIM-9 Sidewinders
two Matra Magic IIs
two AGM-65 Mavericks;
بمونه
Hunting BL755 cluster bomb
Alpha Jet - RIAT 2007 (2544737153)
Alpha Jet – RIAT 2007 (2544737153). Image by Tim Felce (Airwolfhound)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons