Dayang newt – ډایانګ تریتون

د ډول علمي نوم یې (Cynops orphicus) دی. اصلي ځای یې چین دی. په ګوانګډونګ سیمه کې پیدا کیږي. په ۱۹۳۶ کې د مطالعې لپاره له ډایانګ سیمې نیول شوي وو. د چین په مرکزي فوجیان سیمه کې هم شته دي. په وړو ډنډونو او بندونو کې ژوند کوي او د ژمي د خوب لپاره ځنګلونه خوښوي. د انسانانو لخوا د ځنګل وهنې یې د ژوند لپاره چاپېریال ویجاړ کړی او د نسل د غړو شمېر یې له ګواښ سره مخ کړی.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل سینوپس