Demi-cannon – د منځنۍ کچې توپه، نیمه توپه

وړې توپې وې، په لاس کې نیول کېدونکې توپې ته یې ورته والی لره خو په کچه کې ترې لویې وې، د ۱۹ کیلو ګرامه توپې څخه وړې وې. د ۱۷ پېړۍ په پیل کې جوړې شوې وې. بشپړ توپې ۱۹ کیلو ګرامه سروکی توغوه خو د زیات وزن له امله یې کارونه په ۱۸ پېړۍ کې کمه شوه. په اتلسمه پېړۍ کې د بشپړ توپو لاندې ټایرونه هم د نیمه توپو وو.

د انګلستان په درې جنګي بېړیو (HMS Sovereign of the Seas, HMS Resolution and HMS Jame) کې هم نصب وې او له هالنډ سره د انګرېزانو په جګړه کې یې کارولې وې. د ( HMS Stirling Castle) په نامه بېړۍ کې هم کارېدلې وه، یاده بېړۍ د انګلستان ګوډوېنز شګو کې موندل شوې او په سیمه کې د نیمه توپې نور ډولونه هم ورسره پیدا شوي. نیمه توپې معمولا ۳.۴ متره اوږدوالی لره او وزن یې ۲۵۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیده. د ۱۵ کیلو ګرامه سروکي توغونې لپاره به پکې اته نیم کیلو تور پوډر کارېدل. تر ۴۹۰ متره واټن کې یې هدف په نښه کولای شو.

له اتلسمې پېړۍ وروسته په ځینې بېړیو کې تر ۱۰۰ پورې توپې هم نصب شوې وې خو لرې هدف یې په دقیقه توګه نشو په نښه کولای یوازې له نږدې یې دشمن ته لوی زیان اړولای شو.

نیمه توپه
د انګلستان (HMS Sovereign of the Seas) بېړۍ په کومه کې چې نیمه توپې نصب وې
Sidebar



Share
Hide Buttons