Derek Alun-Jones
د ۱۹۳۳ کال، د جون میاشتې په نېټه ۶ زېږېدلی او د ۲۰۰۸ کال د جنورۍ په ۸ نېټه مړ شوی. د انګلستان سوداګر او کله چې د انګلستان فېرانټي شرکت د متحده ایالتونو له (International Signal and Control ISC) سره شریک وو په دې مهال کې د فېرانټي (Ferranti) ریس وو. زده کړې یې په لېنسینګ او سنټ اېدمنډ هال اکسفورډ (Lancing College and St Edmund Hall, Oxford) کې کړي او قانون یې لوستی وو. په ۱۹۵۷ کال کې یې په (Philips Industrial) کې دنده پیل کړه، په کال ۱۹۶۶ کې د (Expandite) اداري مدیر شو او په ۱۹۷۱ کې له (Burmah Oil) سره دنده پیل کړه. بلاخره په ۱۹۷۵ کې فېرانټي شرکت ته ولاړ او په ۱۹۸۲ کې د همدې شرکت ریس شو. له دې شرکت وروسته یې هم په نورو ډېر شرکتونو کې دنده ترسره کړې. په ۱۹۸۷ کې د اتل مډال ورکړل شو.
Comments
So empty here ... leave a comment!