Dermestid beetle – دېرمېستاید ګونګټې
د کورنۍ نوم یې دېرمېستیدای (family Dermestidae) ده، تقریبا ۷۰۰۰ ډولونه لري، د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (Coleoptera) ده. یو وخت په کورونو کې د حیواناتو لپاره افت وو ځکه چې لاروای بچیان یې د حیواناتو په وړۍ، بڼکو، پوستکي ځان تغذیه کوي. غټ یې معمولا تور یا نصواري رنګ لري، بدن یې یا په وېښتو پوښل شوی وي یا یو ډول پوښ یا قاب لري. د جوړښت شکل یې له یو بل سره توپیر لري او له هګۍ ته ورته بیضوي شکل تر اوږدو پورې شته. د بدن د اوږدوالي کچه یې له ۱ تر ۱۲ ملي متره پورې پیدا کیږي. د دې ګونګټو په لاروای بچیانو کې چونجي ته ورته لاروای په وېښتو پوښل شوی وي.
یو ډول یې د خوړو د زېرمې ګونګټې (larder beetle) دي چې علمي نوم یې دېرمېستېس لارداریوس (Dermestes lardarius) ده. لاروا بچیان یې وچې غوښې او پنېر خوري. د دې ډول غټې ګونګټې هګۍ ته ورته بدن لري، تور یا نصواري رنګ لري او په د رنګ کې زېړې پټۍ یا کرښې لیدل کیږي. د بدن د اوږدوالي کچه یې له ۶ تر ۷.۵ ملي متره پورې رسیږي. دا ګونګټې هغه وخت لیدل کیږي چې کله یې لاروا دوره ختمه شي په پوپای بدل شي او د کړکی سره چارچاپېره کوښښ کوي چې بهر ولاړې شي او د ګلانو په ګرده خپل ځان تغذیه کړي.
د غالۍ ګونګټې (carpet beetle) تر ۵ ملي متره پورې اوږدوالی لري. دا ګونګټې د کور توکو ته زېان اړونکې دي او په فرنیچر، وړۍ، کالیو، غالیو برید کوي. دا ګونګټې هم چې کله بشپړ وده وکړي د ګلانو په ګرده ځان تغذیه کوي.
دوه نور ډولونه یې د یوزیم لپاره افت ګڼل کیږي چې یو انترېنوس وېرباسي (Anthrenus verbasci) او بل ډول یې انترېنوس موسیورم (Anthrenus musaeorum) ده. د میوزیم مسولین یا هغه کسان چې زاړه کتابونه، تاریخي لیکنې او نور راغونډ شوي اثار لري باید په تکراري ډول د دې حشرو ضد کیمیاوي توکي وکاروي. همداسې په میوزیم کې د حیواناتو په زړو جسدونو هم برید کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!