Dhanni cattle – ډاني غوییز

د هند او پاکستان په پنجاب کې پیدا کېدونکی د غوییزو نسل دی. تر ډېره په اټک، چکوال، فتح جنګ، تحصیل کوټ فتح خان سیمو کې ساتل کیږي. مخکې د کاري موخې لپاره کارېدل. د منځنۍ کچې تنه لري، ملا کې یې لوړوالی او ژوروالی نه وي، غټ کوبی لري، غوږونه یې تل خوځښت کې او هر لور ته له پام سره لوری بدلونکي وي. په مختلفو رنګونو کې پیدا کیږي او په خپل رنګ کې د تور، سور او نسواري رنګ خالونه لري. غویی یې تر ۴۰۰ کیلوګرامه او غوا یې تر ۳۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. اوسمهال د منډې د سیالۍ لپاره هم کاریږي، د منډې کټونکی یې تر نورو پنځه ځله په لوړ قیمت پلورل کیږي. غوا یې له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ لیترو پورې شیدې کوي.

د رنګ له مخې یې په پنجابۍ ژبه کې نومونه
– که چېرې یې رنګ سپین وي او په سپین رنګ کې تور خالونه ولري نو د چیټابورګا په نوم یې یادوي
– که چېرې یې رنګ تور وي او په تور رنګ کې سپین خالونه ولري نو د کالابورګا په نوم یې یادوي
– که چېرې رنګ یې سپین، نسواري او تور خالونه وي نو د نوقرا په نوم یې یادوي
– که چېرې یې رنګ سور او په سور رنګ کې سپین خالونه ولري نو د راټابورګا په نوم یې یادوي

Sidebar



Share
Hide Buttons