Dhole – د اسیا وحشي سپی

علمي نوم یې (Cuon alpinus) ده. په انګریزۍ کې ورته (red dog) نوم هم اخلي. یوازې او یوازې غوښه خوړونکی (carnivore) ده او د کورنۍ نویم کانیدای (Canidae) ده. د ژامې په لاندې برخه کې د ژرندې یا مولر دوه غاښونه نلري. وزن یې له ۱۴ تر ۲۱ کیلو ګرامه پورې رسیږي. رنګونه یې له زېړ نصواري تر سور نصواري پورې شته دي او لاندې برخه یې تل روښانه رنګ لري. تر ۳۰ پورې غړي په یوه ډله کې ګرځي او تی لرونکي حیوانات لکه هوسۍ او داسې نور ښکار کوي خو له دې پرته مطالعه کوونکو په پړانګ او خرس باندې هم د برید پر وخت لیدلي. له دوه تر شپږو پورې بچیان زېږوي او د اومیندوارۍ موده یې تر ۹ هفتو پورې وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons