Doayo cattle – ډو ایو غوییز

ډو ایو غوییز سوداګریز نه دي او یوازې په مذهبي مراسمو کې کاریږي. کله چې یو کس مړ شي نو جنازه کې یې یاد غوییز حلالیږي او پوستکي کې یې کس پوښل کیږي.

د کامېرون په شمال کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. د اتلانتیکا غرونو په لمنو کې یې نسل د ډو ایو په نوم قوم ساتي. ډو ایو غوییز د ساوانا بې ښکرو غوییز یا هم بې کوبي او بې ښکرو غوییز ګڼل کیږي. د سیمې خلک یې په (Namji, Namchi, Namshi, Poli, Donayo, or M’Bougi) نومونو هم پېژني. لنډ قد لري او مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۹۷ تر ۱۱۰ سانتي متره پورې لوړیږي. رنګ یې تور، تور او سپین او یا د تور رنګ خاپونه لري. په درې کلنۍ کې بلاربېدای شي او هر یو کال پس بیا خسکی زېږولی شي.

Sidebar



Share
Hide Buttons