Dollarization or Currency substitution

د کورنیو اسعارو سره په موازي توګه د بهرنیو اسعارو کارونه او یا د کورنیو اسعارو پر ځای د بهرنیو اسعارو کارونې ته وايي. دا چاره ممکن په بشپړ توګه ترسره شي او یا جزوي یا د هیواد په ځینو برخو کې وي. دا چاره په هغو هېوادونو کې ترسره شوې چې له اقتصادي بحران سره مخ شوي لکه اېکوادور، السالوادور په لاتیني امریکا کې او زمبابوې په افریقا کې. همداسې د ځینو وړو اقتصادونو لپاره دا نا ممکنه ده چې خپله مستقله کرنسي یا اسعار ولري او د خپلو لویو ګاونډي هېوادونو کرنسي یا اسعار کارود اقتصاد محصلین دې هرو مرو ولوليي لکه په اروپا کې لیختن اشتاین (Liechtenstein) د سویس فرانک کاروي.
 
جزوي د بهرنیو اسعارو کارونه هغه وخت رامنځته کیږي کله چې د یوه هېواد ډېر وګړي خپلې شتمنۍ په بهرنیو اسعارو تعویض کړي، د شتمنۍ پلور او پېر په بهرنیو اسعارو ترسره کړي، داسې هم امکان لري چې په تدریجي توګه دا جزوي چاره بشپړ بدلون ته لار هواره کړي د بېلګې په توګه پېرو او ارجنټینا په ۱۹۹۰ لسیزه کې د خپلو اسعارو پر ځای په تدریجي توګه ډالر وکارول.
 
ډالرایزېشن که چېرې د کورنیو اسعارو پر ځای د بهرنیو اسعارو کارونې ته رجوع وکړي په دې مانا نده چې هرو مرو د متحده ایالتونو ډالر وکارول شي بلکې د کورنیو اسعارو پر ځای د هرې بهرنۍ کرنسۍ یا اسعارو کارونې ته وایي. خو ډېر وخت د استرالیا ډالر، یورو او د متحده ایالتونو ډالر د کورنیو اسعارو پر ځای کارېدلي.
 
کله چې له لمړۍ نړیوالې جګړې وروسته د (gold standard) ترک شو او همداسې له دې وروسته له دوېمې نړیوالې جګړې سره (Bretton Woods Conference) له منځه ولاړ نو ځینو هیوادونو هڅه وکړه چې د اسعارو د تبادلې رژیم (exchange rate regimes) رامنځته کړي تر څو نړیوال اقتصادي ثبات ته وده ورکړي او د دې تر څنګ خپله سوکالي پکې ولټوي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې په سوېله اسیا او لاتین امریکا کې ځینو هیوادونو د کورنیو اسعارو پر ځای بهرني اسعار وکارول او دا چاره په دې هیوادونو کې په یوې جدي سیاسي موضوع بدله شوه.
 
د بهرنیواسعارو کارونه یا د هیواد په داخل کې د بهرنۍ ساتل شوې کرنسۍ پر بانکونو وېشل کیږي او یا هم د هیواد د خلکو لخوا په داخل او بهر کې ساتل شوي بهرني اسعار د کورنیو اسعارو ځای نیسي کوم اسعار چې د همدې خلکو شخصي شتمنۍ وي.
 
ډولونه
۱ – دوه نومونه لري (Unofficial currency substitution or de facto currency substitution) تر ټولو عام ډول ده. په دې ډول کې د یوه هیواد وګړي په خپله خوښه د خپلې شتمنۍ لویه برخه په بهرنیو اسعارو پلوري او پېري خو په دې هیواد کې په بهرنیو اسعارو تبادله کومه قانوني بڼه نلري لامل یې د کورنیو اسعارو بې ارزښته کېدل وي.
 
۲ – دا ډول درې نومونه لري (Official currency substitution or full currency substitution, de jure currency substitution) په دې ډول کې یو هیواد ځانګړو بهرنیو اسعارو باندې ته تبادلې ته قانوني بڼه ورکوي او د کورنیو اسعارو چاپ پکې بندیږي. په نړۍ کې یوازې ډېر کم شمېر هیوادونو دا چاره ترسره کړې.
 
په ادبیاتو کې په بهرنیو اسعارو تبادله مختلف تعریفونه لري هر یو یې (external liability currency substitution, domestic liability currency substitution, banking sector’s liability currency substitution or deposit currency substitution, and credit dollarlization) دي. هره یاده شوې اصطلاح تشرېح لري.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons