Domestication – کورنی کول
دوامداره د څو نسلونو اړیکه ده په دې اړیکه کې د ژوندیو یو ګروپ د ژوندیو په بل ګروپ باندې د پام وړ نفوذ لري. په دې کې لمړی ګروپ د دوېم ګروپ د مثل تولید باندې کنټرول لري او د وړاندوینې وړ سرچینې ترې ترلاسه کوي. د کورني شوي له خپلو وحشي پلرونو سره توپیر په ځانګړنو کې وي. ځانګړنې د یوه ډول په طبیعي توګه له بل ډول سره رامنځته شوې وي او یا هم انسانانو په ډول کې د ځانګړنې ترلاسه کولو لپاره له نر او ښځې نسل اخیستی وي. په وحشي او کورني شوي کې توپیر جنتیکي وي. د کورني کېدو ځانګړنې په ټولو کورني شوو ژو او بوټو کې وي او هغه وخت پکې رامنځته شوې وي چې له خپلو وحشي پلرونو جلا شوي خو د ښه کېدو ځانګړنه بیا یوازې په محدودو ډولونو کې وي. د انګریزۍ (Domestication) کلیمه د لاتیني ژبې له (domesticus) کلیمې اخیستل شوې او مانا یې له کور سره تړاو لرونکی ده.
Comments
So empty here ... leave a comment!