Douglas A-20 Havoc
په دوېمه نړیواله جګړه کې د متحده ایالتونو سپکه برید کوونکې، بم غورزونکې او د کشف الوتکه وه. د متحده ایالتونو د نورو متحدینو له هوایي ځواکونو سره یې هم ګډ عملیات کړي لکه د شوروي د اتحاد او د انګلستان هوايي ځواکونو سره. له دې پرته د استرالیا، فرانسې، سوېلې افریقا، نیدر لنډ هم د جګړې پر مهال کارولي او له جګړې وروسته برازیل هم ترلاسه کړې وې. د انګلستان په هوایي ځواک کې د دې الوتکو بم غورزونکي او برید کوونکي ډول ته (Boston) نوم کارېده او د شپې لخوا جنګ کوونکي ډول ته یې د (Havoc) نوم اخیسته.
جوړونکی شرکت یې (Douglas Aircraft Company) ده، طرحه کوونکی یې (Ed Heinemann) وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۹ کال د جنورۍ په ۲۳ نېټه کړې، د ۱۹۴۱ کال د جنورۍ په ۱۰ نېټه یې کارونه پیل شوې او ۱۹۴۹ کال کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (United States Army Air Forces, Soviet Air Force, Royal Air Force and French Air Force) وو، د ۱۹۳۹–۱۹۴۴ کلونو تر منځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۷۴۷۸ وو.
اوږد والی : ۱۴.۶۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۸.۶۹ متره
لوړوالی : ۵.۳۶ متره
د وزرو سطحه : ۴۳.۱ متره مربع
بې وسایلو وزن : ۷۷۰۸ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۰۹۶۴ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Wright R-2600-23 “Twin Cyclone” radial engines, 1,600 hp (1,200 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۵۱۰ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۱۵۲۱ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ: په ۸ دقیقو او ۸ ثانیو کې ۱۰۰۰۰ فټه
اسلحه : په پوز کې ۶ مخکې فیر کېدونکې (Browning machine guns) ماشوشیندارې، دوه ورته ماشیندارې په وروسته برخه کې، یوه د انعطاف وړ ماشینداره، تر ۱۸۰۰ کیلو ګرامه یا ۴۰۰۰ پونډه پورې بمونه