Drakensberger – ډرانکېنزبرګر غوییز

د دوه موخو لپاره په سوېلې افریقا کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. د شیدو او غوښې لپاره ساتل کیږي. د نسل مخینه یې تر نولسمې پېړۍ پورې زړه ده او کله چې اروپایانو د هالنډ غوییز له ځان سره سوېلې افریقا ته انتقال کړل هلته یې له تور رنګه سانګا او د خوی خوی خلکو له غوییزو سره دوه رګه کړل او پایله کې یې ډرانکېنزبرګر نسل رامنځته شو. ډرانکېنزبرګ د سیمې نوم دی او له یادې سیمې د نسل نوم هم اخیستل شوی. په ۱۹۴۷ کې یې د مالوماتو د ثبت لپاره ټولنه جوړه شوه. د غویي وزن یې له ۹۰۰ تر ۱۱۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا وزن یې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. یوازې په تور رنګ کې پیدا کیږي.

Sidebar



Share
Hide Buttons