Dryas monkey – ډریاس بیزو

د ډول ساینسي یا علمي نوم یې (Chlorocebus dryas) دی. په عامه ژبه کې ورته (Salonga monkey, ekele, or inoko) نومونه هم اخلي. د زړې نړۍ کم مطالعه شوی د بېزو یو ډول دی، د کونګو سیند په یوه اړخ کې پیدا کیږي. ځینې یې (Zaire Diana monkey) ګڼي د کوم چې د ډول ساینسي نوم (Cercopithecus salongo) دی خو ځینې یې بیا د دیانا بیزو فرعي ډول ګڼي او ساینسي نوم یې (C. diana dryas) ورکړی دی. خو د دواړو جغرافیه سره جلا ده او په یوه سیمه کې له دیانا سره ژوند نه کوي.

ډریاس بیزو کم پیدا کېدونکې بیزو ده او ټول نفوس یې تر ۲۰۰ پورې اټکل شوی او له همدې ډېر کم مطالعه شوي. په ۲۰۰۸ کال کې داسې بیزو وګڼل شوه د کومې چې د ډول غړي د ورکېدو له خطر سره مخ دي. په ۲۰۱۹ کې یې نسل بېرته زیات شوی وو او د ورکېدو خطر یې کم شوی وو.


ډلبندي
مخکې د سېرکو پېتېکوس نسل کې ډلبندي شوې وه خو اوسني جنتیکي مالومات ښي چې د کونګو د سیند د بند د کلورو سي بس کلېډ غړې ده.


تشرېح
ودې ته د رسېدلي نر ځانګړنه یې تور مخ، سپین برېتونه او په مخ باندې لنډه سپینه ګیره ده. د ملا رنګ یې خړ رنګه خرمایي رنګ دی. په ګېډه کې، د غړو لاندې اړخ او لکۍ کې هم سپین رنګ لري. نور بدن یې تېز خړ، تېز تور او یا نسواري رنګ کې وي.

واړه بچیان او ښځې یې د نر په پرتله بدن کې کم سپین رنګ لري. د ورنونو او څټ برخه کې لکه د نر په څېر سپین رنګ نشته وي. په مټو کې د نر په پرتله روښانه رنګ لري.

د سر او تنې اوږدوالی یې له ۴۰ تر ۵۵ سانتي متره پورې او د لکۍ اوږدوالی یې له ۵۰ تر ۷۵ سانتي متره پورې وي. وزن یې له ۴ تر ۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي.

خواړه یې تر ډېره بوټي دي، په تازه پاڼو، ګلانو، میوې، ځان تغذیه کوي. د خوړو ډېره برخه یې په ځانګړي موسم پورې محدوده وي او له همدې امله یې اضافي خواړه واړه بې شمزي دي.


چلند
ډېر ټولنیز چلند لري، یا د خپل ډول لویه ډله کې وي او یا د بیزو له بل ډول سره ډله کې ژوند کوي. په اشارو او غږ له بلې ډریاس بیزو او یا د بیزو له بل ډول سره روغبړ کوي. کله چې خپل ډول سره وي نو تر ۳۰ غړو پورې ډله جوړوي. په ډله کې یې تر ډېره واړه بچیان او ښځې موجودې وي او یو نر پکې وي. یو بچی زېږوي، د اومیدوارۍ موده یې تر ۵ میاشتو پورې وي. بچیان یې په درې کلنۍ کې جنسي بلوغ ته رسیږي. له ۱۰ تر ۱۵ کالو پورې ژوند کوي. د تګ لپاره لاسونه او پښې دواړه کاروي.

که چېرې سترګو باندې نېغ کتل وکړي، د سترګو وریځې پورته کړي او د سر د کوپړۍ پوستکی ګونجې کړي نو د برید مانا لري. په دې حالت کې یې د مخ پوستکی کش کړل شوی وي او غوږونه یې وروسته لور ته خوځښت کوي. که چېرې په سترګو نېغ کتل وکړي او خوله ورسره پرانیزي دا یې د ګواښ بل ډول دی، په دې حالت کې د سر خوځول وروسره ملتیا کوي، په دې حالت کې سملاسي شخړه کوي. ښځه یې د جنسي مودې پر مهال داسې چلند اختیار کوي چې نر په دې پوه کړي چې د جنسي اړیکې لپاره چمتو ده.

ساینسي ډلبندي
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله لومړني
فرعي ډله هپلوراینای
کورنۍ سېرکو پیتې سیډي
نسل کلورو سي بس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons