Duiker – دویکر واړه انتېلوپ
د سېفالوفیني توکم (tribe Cephalophini) کې ۱۸ ډوله واړه انتېلوپ دي کوم د باراني یا د ورېدنې په ځنګلونو کې ژوند کوي. د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) او د فرعي کورنۍ نوم یې سېفالوفینای (subfamily Cephalophinae) ده او یوازې په افریقا کې پیدا کیږي. د افریقا د انتېلوپ بل کوم توکم دومره زېات ډولونه نلري. دویکر جوړښت کې یو بل ته ډېر ورته دي او له یو بل سره یې توپیر د بدن له کچې کیږي چې یو بل سره توپیر لري.
د دویکر انتېلوپ ۱۶ ډوله په سېفالوفوس نسل (Cephalophus) کې طبقه بندي شوي یوازې دوه ډوله یې چې سوانا کې ژوند کوي په بل نسل کې ځای شوي.