Durukuli – دوروکولي

دا لومړنۍ بیزوګانې د سیبیدای کورنۍ (family Cebidae) غړې دي. د اوتوس نسل (genus Aotus) ده، او (douroucouli) هم لیکل کیږي، په انګرېزۍ کې ورته (owl monkey or night monkey) نومونه هم اخلي. د بیزوګانو مختلف ډولونه دي چې خړې زېړې غټې سترګې لري. د شپې لخوا ژوند کوونکې دي، ګرد سرونه لري، واړه غوږونه لري، د بدن رنګ یې خړ یا نصواري وي. له ۷۸۰ تر ۱،۲۵۰ ګرامه پورې وزن لري، د بدن اوږدوالی یې له ۲۵ تر ۵۰ سانتي متره پورې ده چې لکۍ نده پکې شامله. لکه د نورو بیزوګانو په څېر یې لکۍ د کش کولو یا په څه پورې د تاوولو وړتیا نلري.
 
له پاناما تر ارجنټینا پورې په وچو ځنګلونو کې ژوند کوي. مونوګاموس (monogamous) بیزوګانې دي په دې مانا چې یو وخت کې له یوې بیزو سره جنسي اړیکې ساتي. (مونوګاموس په یو وخت کې له یو کس سره واده یا جنسي اړیکې ساتنونکي ته وایي). ډله یې له کورنۍ جوړه وي چې له دوه تر پنځو بیزوګانو پورې خپلمنځ کې سره ګرځي. خپل بچیان په شا باندې ګرځوي. د ورځې لخوا د ونو په سوریانو کې پټې ویدې وي او د شپې لخوا بهر ته د خوړو پیدا کولو لپاره راوځي او په میوه، حشرو، د ونې په شیره او وړو ژو خپل ځان تغذیه کوي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons