EADS 3 Sigma Nearchos
په ۱۹۹۶ کې د یونان ( EADS 3 Sigma) شرکت جوړه کړې بې پیلوټه د منځني واټن لپاره د کشف الوتکه ده. په جوړونه کې یې د یونان پوهنتونونو هم همکاري کړې. د دواړو پوځي او ملکي موخو لپاره کار ترې اخیستل کیږي. پوځ یې د جګړې د ډګر د څار لپاره، د کشف لپاره، د هدف موندلو او په نښه کولو لپاره، د زیان اوښتنې او یا اړونې د ارزونې لپاره او د دوه الو ترمنځ د مخابراتي مالوماتو د لېږد لپاره کاروي. ملکي وګړي یې د جیولوجیکي او سمندري مطالعې لپاره، د طبيعي پېښو او ککړو سیمو د موندنې لپاره، په ځنګلونو او پولو کې د ګشت لپاره او په ځنګلونو کې د اور لګېدنې د موندلو لپاره کاروي.
د وزن ظرفیت : ۹۲ کیلو ګرامه
اوږدوالی : ۳.۹۵ متره
د وزرو پراخوالی : ۵ متره
لوړوالی : ۱.۱۵ متره
بې وسایلو وزن : ۶۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۱۰ کیلو ګرامه
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۲۰ کیلو متره
تر ۱۲ ساعتو په هوا کې پاتې کېدای شي