Eastern gorilla – د ختیځ ګوریلا

د ډول علمي نوم یې (Gorilla beringei) دی، په ګوریلا نسل کې تر ټولو غټ لومړني ژوي ګڼل کیږي. په اوسمهال کې یې ډول په دوه فرعي ډولونو وېشل شوی. ۶۸۰۰ غړي یې د ختیځ د ټیټو ځمکو ګوریلا (G. b. graueri) کې او تقریبا ۱۰۰۰ غړي یې غرنۍ ګوریلا (G. b. beringei) کې شامل دي. نسل یې غیرې قانوني ښکار د ورکېدو له خطر سره مخ کړی دی.


ډلبندي او فیلوجیني
د ختیځ ګوریلا دوه فرعي باندې وېشل شوې : د (Gorilla beringei beringei) فرعي ډول یې د رواندا، یوګاندا، او د کونګو د دیموکراتیک جمهوریت په غرونو کې ژوند کوي ؛ بل فرعي ډول یې (Gorilla beringei graueri) یوازې د کونګو په دیموکراتیک جمهوریت کې ژوند کوي.

مخکې ګمان کېده چې له یوه ډول (Gorilla gorilla) نه درې فرعي ډولونه رامنځته شوي خو جنتیکي څېړنو ښودلې چې د ختیځ ډوه ډولونه خپله کې د لوېدیځ ګوریلا په پرتله ډېر نږدې تړاو لري.


 

 

ساینسي ډلبندي
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله لومړني
فرعي ډله هپلو راینای
له فرعي ډلې لاندې ډله سیمي فارمز
کورنۍ هومینیډای
نسل ګوریلا
د ټیټو ځمکو د ګوریلا نر
د ټیټو ځمکو د ګوریلا ښځه له خپل بچي سره

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons