Ecclesia – اېکلېزیا

د پخواني یونان د خلکو شورا وه چې د ولایتونو په ښارونو کې یې غونډې کولې. د دې شورا سرچینه له هومري محفل (Homeric agora) څخه پېل شوې. په دې شورا کې ۱۸ کلن یا تردې زېات عمر لرونکی نرانو غونډه کوله او دنده یې د قاضیانو (archons) ټاکنه، د پالیسي کنټرول او ځینو وګړو ته ځانګړي امتیازونه ورکول وو.
Share
Hide Buttons