Echimys vieirai

د اکای مایډای یا ایکیمیډای کورنۍ (Echimyidae) غړی ده ، په اکایمیس یا ایکیمیس نسل (Echimys) کې شامل ده. د سوېلې امریکا د اغزنو موږکانو یو ډول ده. په ۲۰۰۵ کال کې مطالعه شوی. په برازیل کې پیدا کیږي. د (vieirai) نوم یې د برازیل زولوجي پوه (Carlos Octaviano da Cunha Vieira) له نوم څخه اخیستل شوی. په ملا کې خرمایي رنګه خاپ لري. ګېډه یې خړه نسواري وي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ ایکیمي ایډای
نسل ایکیمیس
Share
Hide Buttons