Edopoidea – اېډوپوایډیا

د لومړنیو ټېمنوسپونډیل (temnospondyl) دوه ژواکو کلېډ یا څانګه (Clade) ده په کوم کې چې (Edops) نسل او (Cochleosauridae) کورنۍ شاملې دي. په شمالي امریکا او اروپا کې یې د کاربني مودې د پای او د پېرمیان مودې د پیل فوسیل موندل شوی او په افریقا کې د پېرمیان مودې د پای فوسیل موندل شوي. ځینې لومړني جوړښتونه یې لرل کوم چې وروسته په نورو ټېمنوسپونډیل کې نشته وو.
 
اېډوپوایډ تقریبا غټ ټېمنوسپونډیل وو. زیاتو ډولونو یې تر څو مترو پورې اوږدوالی لره. په دې کې د اېډوپ (Edops) سرونه پراخ وو خو کوکلیوسوریډ (cochleosaurids) اوږده شوي سرونه لرل. له نورو ټېمنوسپونډیل سره یې توپیر په سر کې (intertemporal bone) هډوکی او (pineal foramen) لرل وو. زیاتو یې د خوځښت یا لړزې موندلو لپاره (sensory sulci) نلرل یوازې یوه ډول (Nigerpeton) کې موجود وو خو غټو کې وو او بچیانو یې نلرل. د ډېرو اېډوپوایډ سر کې یوازې یو (occipital condyle) موجود وو کوم چې په غاړه کې د شمزي له مهرو سره وصل وو خو په نورو ټېمنوسپونډیل کې دوه (occipital condyle) موجود وو.
په لمړي ځل په کال ۱۹۴۵ کې (Alfred Romer) د (Vertebrate Paleontology) په نامه کتاب خپور کړ او اېډوپوایډیا یې د ټېمنوسپونډیل لمړنۍ کورنۍ وګڼله. همداسې په خپل کتاب کې یې د (Edops) او (Cochleosauridae) تر منځ نږدې اړیکه تایید کړه. تر ټولو وروستیو مطالعو هم د دواړو ترمنځ د نږدې اړیکې پخلی کړی.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلېډ باتراکومورفا
ډله ټېمنوسپونډیلای

Cochleosaurus bohemicus
Cochleosaurus bohemicus skull at the Museum für Naturkunde, Berlin. Photo by FunkMonk
Chenoprosopus 2DB
Chenoprosopus milleri. Image by Dmitry Bogdanov    
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons