د اېډوپس مانا د خېټور مخ یا حریص مخ ده په دې مانا چې شکل یې داسې ښکاري لکه هر وخت چې خوړو پسې ګرځي او وږی وي. اېډوپس د ټېمنو سپونډیل دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده. د اېډوپیډای کورنۍ (family Edopidae) غړی ده. تر اوسه یې یوازې یو ډول (Edops craigi) پېژندل شوی. له نورو ټېمنو سپونډیل سره یې توپیر د سر د کوپړۍ په شا کې اضافي هډوکي، بې کچې وړې سپږمې، د پوزې د پیل غټ هډوکی ده. د پوز پیل کوونکي هډوکي ته انګرېزۍ کې (premaxillae) وایي. نوم یې له دوه کلیمو لاتیني او یوناني ترکیب شوی. په لاتیني کې (edo) حریص یا خېټور ته وایي او په یوناني کې (ops) مخ ته وایي. اوږدوالی یې تقریبا تر دوه مترو پورې اټکل شوی.
Post Views: 177
Comments
So empty here ... leave a comment!