EKW C-36
په ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ لسیزه کې د سویزرلنډ د څو موخو لپاره جنګي برید کوونکې الوتکه وه، یو ماشین یې لره، د یوه وزر الوتکه وه، د دوه پیلوټانو لپاره پکې ځای جوړ شوی وو، جوړونکی شرکت یې (Eidgenoessische Konstruktionswerkstaette) وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۹ کال د مې میاشت په ۱۵ نېټه کړې، پوځي کارونه یې په کال ۱۹۴۲ کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Swiss Air Force) او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۷۵ وو.
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۱۰.۲۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۳.۷۴ متره
لوړوالی : ۳.۲۹ متره
د وزرو سطحه : ۲۸.۴ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۲۳۱۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۴۰۸۵ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Hispano-Suiza 12Y-51, 746 kW (1,000 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۷۶ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : دوه ساعته
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۲۰۵۰ فټه
اسلحه : مخکې فېر کېدونکې یوه ۲۰ اېم اېم او دوه نورې ۷.۵ اېم اېم ماشیندارې، دوه وروسته فېر کېدونکې ۷.۵ اېم اېم ماشیندارې، تر ۴۰۰ کیلو ګرامه یا ۸۸۰ پونډه پورې بمونه