Elizabeth of York – د یارک اېليزابېت

د ۱۴۶۶ کال، د فیبروري په ۱۱ نېټه د لندن ښار په وېبمنسټر ماڼۍ کې زېږېدلې او د ۱۵۰۳ کال د فیبروري په ۱۱ نېټه د لندن ښار په ټاور اف لنډن کې مړه شوې. د ۱۵۰۳ کال د فیبروري په ۲۴ نېټه خاورو ته سپارل شوې. په ۱۴۸۶ کې یې د انګلستان له پاچا اووم هنري سره واده کړی. پلار یې د انګلستان څلورم اېډوارډ او مور یې اېلیزابېت ووډ ویل وه. مذهب یې رومان کتولیک وو. له اووم هنري سره یې ۸ بچیان لرل. په سیاست کې یې کمه ونډه اخیستې. درې بچیان یې په کوچنیوالي کې مړه شوي او مشر زوی یې ارتور د وېلز شهزاده په ۱۵ کلنۍ کې مړ شوی. دوېم او وروستی زوی یې اتم هنري د پلار له مرګ وروسته د انګلستان پاچا شو. دوه لورګانې یې ماري د فرانسې ملکه او د مارګرېټ د سکاټلنډ ملکه شوه.

Elizabeth of York from Kings and Queens of England
Portrait of Elizabeth of York. Collection of National Portrait Gallery 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons