Embraer EMB 314 Super Tucano
په دوه نورو نومونو (ALX or A-29) هم پېژندل کیږي. د برازیل ټوربو پروپ ماشین لرونکې سپکې برید کوونکې الوتکې دي. جوړونکی شرکت یې (Embraer Defense and Security) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۹۹ کال د جون میاشتې په دوېمه نېټه کړې، کارونه یې په کال ۲۰۰۳ کې پېل شوې، اساسي کارونکي یې (Brazilian Air Force, Colombian Air Force, Ecuadorian Air Force, Indonesian Air Force, and Afghan Air Force) دي، تر ۲۰۱۶ کال پورې له ۲۴۷ زیاتې الوتکې تولید شوې وې، د یوې الوتکې ارزښت له ۹ تر ۱۸ میلیونه ډالر پورې ده، په یو ساعت کې یې د الوتنې لګښت له ۴۳۰ تر ۵۰۰ ډالرو پورې اټکل شوی.
د افغانستان هوایي ځواک له ۲۰۱۶ تر د ۲۰۱۸ پای پورې دشپږويشت اې – ۲۹ (A-29) الوتکو غوښتنه کړې وه. یادې الوتکې د فلورېډا ایالت په جکسن ویل کې د دوه شرکتونو (Sierra Nevada Corporation and Embraer) لخوا جوړیږي او له دې ځایه افغانستان ته انتقالیږي. لمړۍ الوتکې د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې هغو امریکایي ځواکونه ترلاسه کړې وه چا چې د افغان پیلوټاند لمړۍ اته کسیزې ډلې روزنه کوله. د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په شپاړسمه نېټه ۴ لمړۍ الوتکې په کابل کې د حامد کرزي هوایي ډګر ته راورسېدې. څلور نورې الوتکې د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت او همداسې څلور نورې د ۲۰۱۷ کال په مارچ کې افغانستان ته انتقال شوې. د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې د امریکا هوایي ځواک د ۶ نورو الوتکو غوښتنه وکړه تر څو د افغانستان هوایي ځواک ټولې ۲۶ الوتکې ترلاسه کړي.
د افغانستان، انګولا، برازیل، بورکینا، چیل کولبمیا، د ډومینیکان جمهوریت، اکوادور، غانا، هوندوراس، اندونیزیا، لبنان، مالي، موریتانیا، نایجیریا، فلپاین، سېنګال او متحده ایالتونو هوایي ځواکونه یې هم کاروي.
په ۱۹۸۰ لسیزه کې اېمبرېر شرکت په (Short Tucano) او په یوه نوي ډول (EMB-312G1) کار کوه کومو چې یو بل ته ورته ماشین (Garrett engine) کارېدلی. په ۱۹۸۶ کال کې د جولای تر میاشتې یې د نوې الوتکې لمړنۍ الوتکه الوتنې ته چمتو کړې وه خو پروژه نیمه کې پرېښودل شوه او لامل یې دا وو چې د برازیل هوایي ځواک علاقه پکې نلرله. په پېرو او وینزیویلا کې د دې الوتکو کارونې اېمبرېر شرکت بیا وهڅاوه چې خپلو مطالعو او څېړنو ته ادامه ورکړي. د روزنې لپاره د الوتکو تر څنګ یې د (helicopter killer) یا هم (EMB-312H) په اړه خپلو چارو ته ادامه ورکړه.
د لمړۍ الوتکې په بدلون کې یې تر نورو الوتکو ځواکمن ماشین (PT6A-67R – 1,424 shp engine) کارولی وو، د ثقل په ټکي او ثبات کې یې ښه والی رامنځته کړی وو. په کال ۱۹۹۳ کې یې نورې دوه لمړنۍ الوتکې تولید کړې کومو کې چې (PT6A-68A – 1,250 shp) ماشین نصب وو. تر ټولو لمړنۍ الوتکې لمړۍ الوتنه د ۱۹۹۱ کال په سپټمبر کې وکړه، دوېمې لمړنۍ الوتکې د ۱۹۹۳ کال په مې میاشت لمړۍ الوتنه وکړه او درېمې لمړنۍ تولید شوې الوتکې د ۱۹۹۳ کال په اکتوبر کې لمړۍ الوتنه وکړه.
په دې وخت کې د برازیل د هوایي ځواک لپاره سپکې برید کوونکې الوتکې ته اړتیا پیدا شوه تر څو یې د امزون د څارنې په پروژه (Amazon Surveillance System project) کې وکاروي. له بلې خوا د برازیل هوایي ځواک غوښتل چې خپلې د روزنې لپاره زړې (Embraer EMB 326GB Xavante) الوتکې بدلې کړي او د یادو ټولو چارو لپاره د اېمبرېر الوتکو نوی ډول مناسب وو. دا الوتکې په لوړه تودوخه، لوندوالي او ورښت کې ښه الوتنه کوي د هغې سیمې لپاره هم ښې دي چې مخالف لوری یوازې د ټیټې کچې دافع هوا او راکټونه کاروي. د شپې او ورځې لخوا د عملیاتو وړتیا لري، په لنډو هوایي کرښو او له هوایي کرښو پرته په هوارو هم ناسته کولای شي، په هر ډول خرابه هوا کې عملیات کولای شي.
په ۱۹۹۵ کال کې د برازیل د هوايي چارو وزارت دې شرکت ته د۵۰ میلیونه ډالرو قرارداد د جایزې په توګه ورکړ. له قرارداد وروسته سم د لاسه یاد شرکت دوه لمړنۍ الوتکې چمتو کړې کومې چې په ۱۹۹۶ او ۱۹۹۷ کلونو کې وکارېدې. وروسته په الوتکو کې اضافه وشوه او د دوه پیلوټان لپاره جوړې شوې کومو چې د ۱۹۹۹ کال په اکتوبر کې لمړۍ الوتنه وکړه. په دې اضافه باندې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیونه ډالر لګښت راغلی وو.
ماشین (1,200 kW or 1,600 shp Pratt & Whitney Canada PT6A-68C engine) یې هم تر نورو الوتکو زیات ځواکمن وو، د ماشین په بدلولو سره په الوتکو کې د جي بار (g loads) وړتیا زیاته شوه، د الوتنې د ساعتونو کچه هم له ۱۸،۰۰۰–۱۲،۰۰۰ پورې زیاته شوه، تقویت شوی د ناستې لپاره ګېر پکې اضافه شو، د الوتکو د وزرونو په داخل کې دوه ۵۰ کلایبر ماشیندارې نصب شوې چې هره یوه یې ۲۰۰ مرمۍ لري، د نښلونې شپږ ځایونه لري په کومو کې چې مختلف ډوله وسله لېږدولی شي په دې وسلو کې (Giat NC621 20 mm cannon pods)، بمونه (Mk 81/82 bombs)، له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي (MAA-1 Piranha air-to-air missiles)، خوشیي بمونه (BLG-252 cluster bombs)، او راکټونه (SBAT-70/19 or LAU-68A/G rocket pods) هم شامل دي. د شپې دوربین هم پکې اضافه شوی کوم چې په لمړنیو الوتکو کې نه وو. ویډیویي کامره او ثبت کوونکې برخه هم ورزیات شوي، د ماموریت لپاره د پلان برخه هم پکې نصب شوې. مخکې لیدونکی انفرارېډ ټیلیګراف، د توغندي نږدې کېدو د خبرتیا سیستم، د رادار د خبرتیا سیستم او صفر – صفر د وتنې چوکۍ هم پکې موجودې دي. جوړښت یې د زنګ وهلو ضد ده، که چېرې سرعت یې په ساعت کې ۵۰۰ کیلو متره وي او له مرغانو یا ورته توکو سره ټکر وکړي نو د پیلوټ ښیښې (canopy) ته کوم زیان نه اړوي. په ۱۹۹۶ کال کې اېمبرېر شرکت له یوه اسرایلي شرکت (Elbit Systems) غوښتنه وکړه چې د یادو الوتکو لپاره د برېښنایي سیستم قرارداد وکړي.
پیلوټان : یو پیلوټ او یو د روزنې لپاره محصل یا لارښونکی
اوږدوالی : ۱۱.۳۸ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۱.۱۴متره
لوړوالی : ۳.۹۷ متره
د وزرو سطحه : ۱۹.۴ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۳۲۰۰ کیلو ګرامه
زیات نه زیات د ناستې لپاره وزن : ۵۴۰۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Pratt & Whitney Canada PT6A-68C turboprop, 1,196 kW (1,600 shp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۵۹۰ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۱۳۳۰ کیلو متره
پرته له تیل اچولو د الوتنې کچه : له ۱۵۰۰ کیلو ګرامه بهر بار شوي وزن سره ۵۵۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۳۲۴۲ فټه
اسلحه:
په هر وزر کې ۱۲.۷اېم اېم یوه (FN Herstal M3P machine guns) ماشینداره کومه چې په یوه دقیقه کې د ۱۱۰۰ مرمیو ویشتلو وړتیا لري، د تنې لاندې برخه کې ۲۰ اېم اېم (GIAT M20A1 cannon) ماشینداره په یوه دقیقه کې د ۶۵۰ مرمیو ویشتلو وړتیا لري، په هر وزر کې ۱۲.۷اېم اېم (FN Herstal HMP for M3P). په یادو الوتکو کې د یوې بلې ماشیندارې په نصب کولو چارې روانې دي کومه چې تر ۳۰۰۰ پورې مرمۍ په یوه دقیقه کې ویشتلای شي.
راکټونه
(4x) pods 70 mm (2.75 in) LM-70/19 (SBAT-70)
(4x) pods 70 mm (2.75 in) LAU-68A/G
توغندي
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
AIM-9L Sidewinder
MAA-1A Piranha
MAA-1B Piranha
Python 3
Python 4
له هوا نه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي
AGM-65 Maverick
Roketsan Cirit
د عامې موخې لپاره بمونه
(10x) Mk 81
(5x) Mk 82
M-117
پورته په قوس کې د ضرب علامه له شمېرې سره د بمونو شمېر ښي
اور لږونکي بمونه
BINC-300
خوشيي بمونه
BLG-252
هدایت کېدونکي بمونه
Lizard – Elbit laser guidance kit.
Griffin – IAI laser guidance kit.
SMKB-82[213] – INS/GPS guidance kit for Mk 82.
Paveway II
لاندې بمونه هم د هدایت کېدو وړ دي او د جوړونې شرکت یې په دې الوتکو کې پر نصب چارې پېل کړي خو لا تر اوسه مارکیټ ته ندي وړاندې شوي
FPG-82
GBU-54
GBU-38
GBU-39
برېښنایي سیستم
MIL-STD-1553 standards.
NVG ANVIS-9 (Night Vision)
CCIP / CCRP / CCIL / DTOS / LCOS / SSLC (Computerized Attack Modes)
Rohde & Schwarz M3AR VHF/UHF Airborne Transceiver (two-way encrypted Data Link provision)
HUD / HOTAS
HMD with UFCP(Up Front Control Panel)
Laser INS with GPS Navigational System.
CMFD(Colored Multi-Function Display) liquid crystal active matrix
Integrated Radio Communication and Navigation
Video Camera/Recorder
Automatic Pilot with embedded mission planning capability
Stormscope WX-1000E (Airborne weather mapping system)
Laser Range Finder
WiPak Support – (Wi-Fi integration for Paveway bombs).
Training and Operation Support System (TOSS)
Comments
So empty here ... leave a comment!