Emergency Planning and Community Right-to-Know Act
د متحده ایالتونو فدرالي قانون ده او د متحده ایالتونو ۹۹ کانګرېس تصویب کړی. د متحده ایالتونو د کوډ د ۱۱۶ فصل په ۴۲ عنوان کې ځای لري. یاد قانون د ایمرجنسي په اړه ده. په ۱۹۸۶ کې د اکټوبر په ۱۷ نېټه رونالډ رېګن (Superfund Amendments and Reauthorization Act) پروګرام لاسلیک کړ او دې کړنې د ۱۹۸۰ کال (Comprehensive Environmental Response, Compensation, and Liability Act) قانون کې اصلاحات رامنځته کړل دواړو ته د سوپر فنډ (Superfund) هم اخلي. د لمړي لنډیز (SARA) ده او د دوېم لنډیز (CERCLA) ده.
موخه یې په فدرالي، ایالتي او سیمه ایزه کچه د ایمرجنسي هڅول، تشویقول او ملاتړ دی تر څو خلک په دې پوه کړي چې ټولنه کې یې کوم زهري توکي موجود دي او په اړه یې کافي مالومات ورکړي.
مخینه
د ۱۹۸۴کال د ډسمبر په درېمه نېټه سهار وخته د (Union Carbide plant) لخوا د هندوستان په بوپال کلي کې تقریبا ۴۰ ټنه مېتیل اېزوسیانېټ ګاز پرېښوده او د پرېښودو لامل هم په پېښه کې د پایپ سوري کېدل وو. یاد ګاز د حشره وژونکو کیمیاوي توکو په تولید کې کاریږي. ګاز هوا ته له خپرېدو وروسته تقریبا ۵۰۰۰ کسان مړه او تر ۵۰۰۰۰ زیات ټپیان کړل. د دې شرکت دوېمه او یوازینۍ څانګه د متحده ایالتونو په وېرجینیا کې ده. یوه اوونۍ وروسته په ۱۹۸۴ کې د ډسمبر په ۱۱ د دې شرکت مدیر د رسنیو د کنفرانس له لارې خلکو ته د پیښو د مخنیوي ډاډ ورکړ خو بیا هم د شرکت فعالیت تر هغو وځنډول شو تر څو یې چې د پېښو د مخنیوي او چاپېریال ساتنې لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر ولګول او بلاخره د ۱۹۸۵ کال د مې په میاشت کې شرکت بېرته په تولید پیل وکړ. له دې وروسته د ۱۹۸۵کال د اګسټ په ۱۱ نېټه، په متحده ایالتونو کې د الډیکارب اوکسیم ۵۰۰ ګیلنې تیل له پایپ وبهېدل او ۱۳۴ کسان یې مړه کړل. یادو دوه پېښو په متحده ایالتونو کې د یاد قانون تصویبولو ته لار هواره کړه.
د دې قانون موخه
۱ – له پېښې مخکې باید د ایمرجنسي پلان تر خلکو رسول شوی وي په دې مانا چې که چېرې پېښه وشي خلک باید فوري څرنګه ځان محفوظ وساتي
۲ – خلکو او حکومت ته په ټولنه کې د ممکنه زهري توکو په اړه مالومات ورکړل شي.
تر څو د تولید کوونکي شرکت، کارونکو، د چاپیریال ساتنې ادارو او حکومت ترمنځ همکاري او همغږي رامنځته شي.
د دې قانون له مخکې تولید کوونکي اړ دي چې :
۱ – د ایمرجنسي پلان ولیکي ترڅو د پېښې پر وخت خلکو ته زیان وانه وړي
۲ – د خبرولو لپاره لارې چارې ولري تر څو د پېښې پر وخت فوري خبر ورسولی شي او د ایمرجنسي په حالت کې خلک له سیمې وباسي
۳ – د زهري توکو په اړه خلکو او حکومت دواړو ته مالومات ورکړي او
۴ – د همدې توکو په اړه تر خلکو مالوماتو رسولو کې ګډون وکړي، دوي ته دا مالومات ورکړي چې هوا، اوبو او خاوره کې د کال څومره زهري توکي تخلیه کوي.
د یاد قانون موخه د کومو ځانګړو کیمیاوي توکو د ساتنې حدود ټاکنه نده، د کومو کیمیاوي توکو د کارونې مخنیوی هم نکوي، د تخلیه کولو په اړه هم ممانعت پکې نشته. موخه یې یوازې شرکتونه اړ کول دي ترڅو د کیمیاوي توکو په اړه اسناد چمتو کړي، دا اسناد تر خلکو او حکومت ورسوي او هر ډول مالوت راپور کړي. د قانون مختلفې برخې مختلفو اړتیاو ته ځواب وایي.
په اسنادو کې باید لاندې څه یاد شوي وي
۱- د کیمیاوي توکو نوم
۲ – د تخلیه کولو ځای ښودنه
۳ – دا پکې وېل شوي وي چې ایا توکي بې کچې زهري دي او کنه
۴ – څومره کیمیاوي توکي یې تخلیه کړي
۵ – د پېښې تاریخ او موده
۶ – څرنګه تخلیه شوي – په هوا، اوبو که خاوره کې
۷ – ترې پیدا کېدونکې پېژندل شوې او یا ممکنه ناروغۍ
۸ – د مخنیوي لارې چارې
Comments
So empty here ... leave a comment!