Emperor newt – امپراتور تریتون

د ماندرین تریتون، ماندرین سلامېنډر په نومونو هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton shanjing) دی. بې کچې زیات زهرجن تریتون دی. د چین په سوېل کې پیدا کیږي. تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. نارنجي سر لري او له سر یې د ملا په منځ کې د لکۍ لور ته نارنجي کرښه غزېدلې. د نارنجي کرښې په اوږدو کې یو بل لور ته نارنجي زخې لري. ټوله لکۍ او ټولې پښې یې هم نارنجي وي. په هر غړي کې یې د نارنجي رنګ روښانوالی او خیره والی توپیر لري.

د ورځې لخوا یې ښکاري ژوي د روښانه رنګ له امله په اسانۍ لیدلی شي خو د ورځې تر ډېره ارام کوي او د شپې لخوا فعال وي. همداسې په ملا کې یې نارنجي زخې زهرجن مرغړي دي او که چېرې له ګواښ سره مخ شي یاد مرغړي زهر ترشح کوي. یوازې یو غړی یې تر ۷۵۰۰ پورې مږې په خپلو زهرو وژلی شي خو په انسان یې زهر اغیز نه کوي. په ډنډونو او ورو روانو اوبو کې د مثل تولید کوي. خواړه یې چونجیان او ځینې حشرې دي. د کورني ژوي په توګه هم کورونو کې ساتل کیږي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل تیلوتوتریتون

Sidebar



Share
Hide Buttons