Engine
یو ماشین یا موټور داسې طرحه شوی وي چې د انرژۍ یو شکل په میکانیکي انرژي بدلوي. د تودوخې ماشین (Heat engines) سوڼ توکي سوزوي تر څو تودوخه تولید کړي. همداسې (Internal combustion engines) ماشینونه د تودوخې ماشینونه دي کوم چې سوڼ توکي د احتراق په حجره یا ساتنځای کې سوځوي تر څو د خپرېدونوکو ګازونو له فشار څخه چاره تر سره کړي. برېښنایي موټورونه برېښنایي انرژي په میکانیکي خوځښت بدلوي. همداسې (pneumatic motors) ماشینونه د فشار لاندې باد کاروي، ساعت ته ورته کار کوونکي موټرونه یا ګیر لرونکي موټورونه (clockwork motors) الاستیکي انرژي کاروي. په بیولوجیکي سیستم کې مالیکولي موټورونه لکه میوزین یا د عضلې بنسټیز پروتین (myosins) په عضلو کې کیمیاوي انرژي کاروي تر څو ځواک او خوځښت تولید کړي.
![4StrokeEngine Ortho 3D Small](https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/d/dc/4StrokeEngine_Ortho_3D_Small.gif)