English Longhorn – د انګلستان اوږد ښکري غوییز

ځانګړنه یې اوږده منحني شوي ښکرونه دي. نسل یې د انګلستان د شمال په لانکا شېر، وېسټ مور لنډ او یارک شېر سیمو کې اخیستل شوی او بیا له دې سیمې مرکزي انګلستان او ایرلنډ ته خپاره شوي. په پیل کې یې نسل د کاري غوییزو په توګه کارېده او غواګانو یې کمه اندازه شیدې کولې خو د شیدو کوچ یا شحم یې زیات وو. په اتلسم پېړۍ کې رابرټ بېکوېل په دې غوییزو کې د بدلون لپاره د نسل اخیستنې خپله طریقه وکاروله او د غوښې لپاره نسل یې ترې جوړ کړ. په ۱۸۷۸ کې یې د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره ټولنه جوړه شوه. په مختلفو رنګونو کې شته دي.

Sidebar



Share
Hide Buttons