Erethizon – اېرېتیزون

په اېرېتیزون نسل کې یوازې یو ډول شامل دی په درې نومونو یادیږي : د شمالي امریکا شکوڼ، د کاناډا شکوڼ، عام شکوڼ (North American porcupine, Canadian porcupine or common porcupine). د ډول علمي نوم یې (Erethizon dorsatum) دی. ګمان کیږي چې پلورونه یې له افریقا ۳۰ میلیونه کاله وړاندې برازیل ته کډوال شوي او له برازیل څخه شمالي امریکا ته تللي.
 
د انګرېزۍ (porcupine) لفظ مانا شکوڼ ده د فرانسوۍ ژبې له (porcespin) کلیمې اخیستل شوې په فرانسوۍ کې (porcespin) اغزن خوګ ته وایي او یاده کلیمه د لاتینۍ ژبې له دوه کلیمو (porcus and spina) ترکیب شوې د (porcus) مانا خوګ ده او د مانا (spina) ازغي.
 
د بدن رنګ یې تور دی او په تور رنګ کې سپینوالی لري. لنډې پښې او لنډې ډبلې لکۍ لري. د نوې نړۍ تر ټولو غټ شکوڼ دی. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۶۰ تر ۹۰ سانتي متره او د لکۍ اوږدوالی یې له ۱۴ تر ۳۰ سانتي متره پورې وي. وزن یې تر ۱۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په خپل پوستکي کې انتیبیوتیک لري او کله چې له ونې راوغورزیږي ټپ یې له عفوني کېدو ژغوري. په اوړي کې یې خواړه پاڼې، لښتې، ګیا، ریښې او توتان دي او په ژمي کې د ونې ساقې خوري.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ اېرېتیزونتیدای
فرعي کورنۍ اېرېتیزونتینای
نسل اېرېتیزون
Juvenile-Male-Porky
Photo by Charles Homler

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons