Estates General
د فرانسې په زاړه رژیم کې (Estates General or States-General) په فرانسوي کې (États généraux) لیکل کیږي مقننه او مشورتي مجلس وو. دا مجلس له درې شوراګانو جوړ وو یوه شورا د اشرافو وه، بله شورا د روحانیونو او درېمه شورا له عامه خلکو جوړه وه. کوم رښتینی واک یې نلره او د انګلستان د پارلمان په څېر یې سلطنتي مالیات او قانون جوړونه نه تصویب کوله بلکې د پاچا لپاره یوه مشورتي تنه وه. تر ۱۶۱۴ کال پورې یې په متناوبه توګه ناستې لرلې خو له دې وروسته بیا په ۱۷۸۹ د یو ځل لپاره دا شورا جوړه شوه خو په بشپړ توګه د فرانسې د انقلاب تر پایه پورې نه وه منسوخ شوې.
