Eurocopter EC635 – یورو کاپټر اي سي ۶۳۵
اوسنی نوم یې اېربس هیلیکوپټرز اېچ ۱۳۵ اېم دی. د یورو کاپټر لخوا جوړه شوې وړه د څو موخو لپاره چورلکه ده. د یوروکاپټر شرکت اوسنی نوم اېربس هیلیکوپټرز ته بدل شوی. دوه ماشینونه لرونکې چورلکه ده او د پیلوټ په شمول ځان کې د اته کسانو لپاره د انتقال ځای لري. همداسې وسلې او نظامي تجهیزات هم انتقالوي. د پوځ د انتقال لپاره، د ټپیانو د انتقال لپاره، کارګو ټرانسپورټ، څارنې او کشف الوتکې په توګه هم کار ترې اخیستل کیږي.
ډیزاین
یوروکاپټر اي سي د تولید پنځه ډولونه لري. هر ډول یې د مختلفې موخې لپاره تولید شوی. نظامي ډول یې په خپل ځان کې د وسلو د نصب او انتقال وړتیا لري. همداسې مختلف ډوله ماشینونه پکې د نصب کېدو وړ دي ؛ د ماشینونو نصب یې د پېردونکي له غوښتنې سره تړاو لري. په چورلکه کې (Pratt & Whitney Canada PW206B2) ماشین نصب کېدای شي یا هم دوه (Turbomeca Arrius 2B2) ماشینونه کوم چې په بشپړ توګه ډېجټلي د کنټرول سیستم لري د نصب کېدو وړ دي. د څلور پرو بې بېرنګه عمومي څرخ لري، وروستۍ پرې یې په دایروي شکل کې بندې دي او بندوالی یې د لړزې او غږ کموالي کې مرسته کوي. د غږ او لړزې پاتې برخه یې په (Anti Resonance Isolation System) سیستم کې په یوه کمربند کمه شوې.
مخکې بورډ یې دوه ډوله وي، دودیز وي او یا هم سکرین لرونکی ښیښه اي کاک پېټ وي کوم چې د فرانسې د تال ګروپ د نوي برېښنایي (Avionique Nouvelle) په نوم سکرین لري او د الوتنې د کنټرول ښودونکی سیستیم (active matrix liquid crystal displays) دی.
د وسلو سیستم یې د بیلجیم فورج دو زیبروج شرکت ۷۰ اېم اېم د راکټ توغونکی سیستم دی او د اېف زېډ ۲۳۳ په نوم یادیږي. همداسې چورلکه کې د مخکې کتونکي انفرارېډ سیستم کامره هم د نصب کېدو وړ ده. له دې پرته پکې د لټون او ژغورنې لپاره د هوا رادار هم نصب کېدای شي. د ماموریت، وېشتنې او توغونې لپاره پکې د (Stand Alone Weapon System – SAWS) په نوم کمپیوټر موجود وي. په کمپیوټر کې یې مختلف ډوله سېنسورونه او د وسلو سیستمونه انسټال کېدای شي لکه د ټانک ضد توغندي او ماشیندارې.
چورلکه د څلور موخو لپاره جوړه شوې : د پوځ د انتقال لپاره په دې ډول چورلکه کې د ۷ کسانو لپاره چوکۍ نصب کېدای شي ؛ له پیلوټ سره ۸ کسان پکې ځای لري. دوېم ډول یې د ټپیانو انتقال دی په دې ډول چورلکه کې د طبي مرستو رسونکو لپاره ۵ چوکۍ او یوه یا دوه د ناروغانو د انتقال لپاره تذکرې پکې ځاېدلی شي. درېم ډول یې د کارګو ټرانسپورټ لپاره کاریږي، داخل کې ۴.۹ مترمکعبه ځای لري او په همدې ډول کې د پوځ لپاره پرمختللې وسلې هم نصب شوي تر ډېره د برید لپاره کاریږي.
مخینه
په بنسټیزه توګه یاده چورلکه د پرتګال د پوځ د اړتیا پوره کولو لپاره طرحه شوې وه تر څو د پیاده پوځ د سپک برید ملاتړ او د ټپیانو انتقال وکړای شي. لمړۍ چورلکه د ۱۹۹۸ کال په مې میاشت کې د افریقا په هوایي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوه. نندارې ته له وړاندې کولو وروسته، د ۱۹۹۹ کال په اکتوبر کې پرتګال د ۳۵ میلیونه یورو په ارزښت له یوروکاپټر سره د ۹ چورلکو تړون لاسلیک کړ. تمه کېده چې لمړۍ چورلکه په ۲۰۰۱ کال کې د پرتګال پوځ ته وسپارل شي خو د چورلکو په چمتو کولو کې د پر له پسې ناوخته کېدنې له امله د پرتګال حکومت اړ کړ چې د ۲۰۰۲ کال په اګسټ کې تړون لغوه کړي. وروسته یورو کاپټر ادعا وکړه چې د تړون د لغوه کېدو لامل په چورلکه کې د وسلو د نصب کېدو په اړه د توافق نشتون وو.
د ۲۰۰۲ کال په اکتوبر کې د اردن حکومت د یادو نهو چورلکو د پېرلو غوښتنه وکړه، د اردن حکومت ته لمړۍ چورلکه د ۲۰۰۳ کال په جولای کې وسپارل شوه. د ۲۰۰۶ کال په جنوري کې یې د ۶ نورو چورلکو غوښتنه وکړه او تر ۲۰۰۷ پورې یې ټولې چورلکې ترلاسه کړې.
په ۲۰۰۶ کې د سویس ارما د خپل پوځ لپاره د شل چورلکو غوښتنه وکړه تر څو خپلې زړې شوې چورلکې (Aérospatiale Alouette) تقاوت کړي او د ټرانسپورت او پرمختللې روزنې لپاره نورې چورلکې ترلاسه کړي. له لمړۍ چورلکې سپارلو وروسته تمه کېده چې ټولې چورلکې د ۲۰۰۹ کال تر ډسمبر پورې سویس ته وسپارل شي. سویس د ۲۰۰۸ کال تر مارچ پورې ټولې ۱۸ چورلکې ترلاسه کړې وې.
عملیاتي مخینه
په ۲۰۰۹ کال کې عراق ۲۴ چورلکې وپېرلې، د ۲۰۱۱ تر مې پورې لمړۍ دوه چورلکې عراق ته وسپارل شوې. عراق د کورنۍ جګړې پر مهال د داعش ضد وکارولې. د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۱۲ نېټه، په سمارا ښار کې چې له بغداد تقریبا ۹۵ کیلومتره شمال لور کې دی یوه چورلکه په وږې اېښودل کېدونکي توغندي باندې وویشتل شوه او پایله کې نسکوره شوه. په چورلکه کې دوه پیلوټان موجود وو او دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په ۲۲ نېټه دوېمه چورلکه په ډزو وویشتل شوه خو له نسکورېدو سره سره دواړه پیلوټان وژغورل شول. د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۱۳ نېټه درېمه چورلکه د چاودنې د چرو ښکار شوه، چرې یې ممکن د الوتکې د مهاتو چرې وي او یا هم د داعش لخوا برید پرې شوی وي خو پایله کې چورلکې اور واخیست او ناستې کولو ته اړ شوه، دواړه پیلوټان ژوندي پاتې شوو.
کارونکي
- عراق
- د عراق د پوځ د هوایي څانګې ۵۵ عملیاتي قطعه
- اردن
- د اردون سلطنتي هوایي ځواک
- هسپانیا
- د هسپانیا سمندري ځواک
- سویزرلنډ
- د سویس هوایي ځواک
- انګلستان
- د پوځ هوایي څانګه
ځانګړنې
- پیلوټان : یو
- ظرفیت : تر اته کسانو پورې یا هم ۱۴۴۳ کیلو ګرامه بار
- اوږدوالی : ۱۰.۲۱ متره
- لوړوالی : ۳.۶۲ متره
- بې وسایلو وزن : ۱۴۶۷ کیلو ګرامه
- د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۹۰۰ کیلو ګرامه
- ماشینونه : دوه ( Pratt & Whitney Canada PW206B2 turboshaft engines, 609 kW) ماشینونه
- سرعت : په ساعت کې ۲۵۹ کیلو متره
- د الوتنې ظرفیت : ۶۵۰ کیلو متره
- د پورته ختنې نرخ : په ثانیه کې ۱۰.۹ متره
د تولید ډولونه
- EC635 T1
- د (Turbomeca Arrius 2B2 ) ماشین پکې نصب دی
- EC635 P2
- د (Pratt & Whitney Canada PW206B2) ماشین پکې نصب دی
- EC635 T2
- د (Turbomeca Arrius 2B2 ) ماشین پکې نصب دی
- EC635 P2+
- د (Pratt & Whitney Canada PW206B2) ماشین پکې نصب دی
- EC635 T2+
- د (Turbomeca Arrius 2B2 ) ماشین پکې نصب دی