Eurocopter Tiger – یورو کاپټر ټایګر
د څلورو پرو لرونکې، دوه ماشینونو کارونکې، برید کوونکې چورلکه ده. په ۲۰۰۳ کال کې یې په لمړي ځل کارونه پیل شوه. د جوړونکي شرکت پخوانی نوم یې یورو کاپټر او اوسنی نوم ایربس هیلیکوپټرز دی. طرحه یې د سړې جګړې پر مهال شوې تر څو د ختیځې اروپا د هغو هیوادونو ټانکونه په نښه کړای شي کوم چې د شوروي اتحاد غړي وو. دا چې د چورلکې طرحې او تولید دېر وخت واخیست تر لمړني تولید پورې یې د شوروي اتحاد له منځه تللی وو او د اروپا امنیتي وضعیت کې هم تغیر راغلی وو. فرانسې او جرمني ترې د مختلفو موخو لپاره چورلکه جوړه کړه او په ۲۰۰۸ کې د عملیاتو لپاره په بشپړ توګه چمتو وه.
یورو کاپټر ټایګر په اروپا کې لمړنۍ چورلکه ده چې ټوله له کامپوزیټ توکو جوړه شوې. په داخل کې پر مختللی برېښنایي سیستم لري، د غلجکي تګ وړتیا لري، لوړ سرعت او له ویجاړېدنې سره مقاومت کوونکې ده. د تولید نورو ډولونو کې یې ښه والی رامنځته شوی. له کله یې چې کارونه پیل شوې په افغانستان، مالي او لیبیا کې د عملیاتو لپاره کارېدلي.
طرحه
یورو کاپټر ټایګر د مختلف ډوله ماموریتونو ترسره کولو وړتیا لري چې په دې کې کشف او څارنه، د بلې الوتکې ملتیا او ساتنه، د ټانک ضد عملیات هم شامل دي. د شپې او ورځې لخوا په هر ډو هوا کې عملیات کولای شي. طرحه یې داسې شوې چې له بیولوجیکي، کیمیاوي او اټومي وسلو له کارېدو یا پېښې رامنځته کېدو وروسته سیمه کې عملیات کولای شي. په سمندري چاپېریال کې هم کارېدلای شي او د سمندري بېړيو په هوایي ډګر یا په جنګي بېړیو کې ناسته او ترې الوتنه کولای شي حتا که چېرې هوا هم ډېره خرابه وي په سمندر کې الوتنه، ناسته او عملیاتو ته ادامه ورکولای شي. بې کچې چټکه ده او د چټکوالي لامل یې ۱۳ متره اوږدې په څرخ کې څلور پرې دي. په تګ کې په بشپړ توګه جي مانور او & شکل ته ورته الوتنه کولای شي. ځواک یې د ډیجیټلي کمپیوټر لرونکی سیستم یا په الیکټرونیکي توګه کنټرول کېدونکی ماشین چمتو کوي. په داخل کې (MTR390) ماشینونه لري.
دپیلوټانو لپاره چوکۍ یې یو د بل څنګ ته نه ده بلکې یو بل پسې وي یا هم یو پیلوټ مخکې او بل شاته وي. وروسته برخه کې د ماشیندارې کارونکي لپاره چوکۍ لري. هر پیلوټ یې د وسلو سیستم او د الوتنې بنسټیز د کنټرول سیستم کارولای شي. که چېرې اړتیا وي خپله کې رول هم بدلولای شي. له نورو چورلکو سره یې یو توپیر عملیاتي خودمختاري ده. د تولید د هر ډول ارزښت یې توپیر لري : د ټایګر اې ار اېچ ډول ارزښت یې ۶۸ میلیونه ډالر خو د ټایګر اېچ اې ډي تر ۴۴ میلیونه ډالر دی.
خوندیتوب
په داخل له رادار د پټېدو لپاره د غلجکي تګ وړتیا لري. همداسې د لید سیستم، رادار، انفرارېډ یې داسې ډول کې راغونډ شوي چې د جګړې ډګر کې چورلکې ته د هر ډول شته خطر مخنیوی پرې کیږي او په ګواښ پېښونکي برلاسې کیږي. چټکوالی او غلجکی یا پټ تګ یې په خوندیتوب کې لویه ونډه لري. په تنې کې د کمپوزیټ توکو (د مختلفو عنصرونو له ترکیب) کارونې یې د رادار لخوا د چورلکې د موندنې کچه کمه کړې. تنه یې زغره لرونکې ده او د وړو وسلو سروکی یا هم تر ۲۳ اېم اېم پورې وسلې یې تنې ته زیان نشي اړولی. په چورلکه کې مختلف ډوله داسې سیستمونه شته چې چورلکې ته د توغندي د رانږدې کېدو خبرتیا ورکوي، د رادار او لایزر په اړه یې خبروي. د توغندیو د مخنیوي لپاره فشنګ او چف دواړه پکې موجود دي.
په تنه کې یې ۸۰ % د کاربن فایبر، ځواکمن شوی پولیمر او د کېفلر په نوم ترکیبي فایبر، ۱۱% الومینیم، ۶% تیتانیم موجود دي. ټوله لکۍ یې هم له کمپوزیټ توکو جوړه ده. څرخ یې د کمپوزیټ توکو له فایبري پلاستیک جوړ دی او که چېرې هوا کې له مرغانو سره ټکر وکړي او یا نسکوره شي دواړو حالتونو کې مقاومت کوونکی دی. د ورښت پر مهال له برېښنا او د الیکټرو مقناطیسي انرژي له څپې سره یې تنه مقاومت کوونکې ده : مقاومت یې د مس/برونز د شبکې او د مس د رابطې د تختې ځای په ځای کولو ممکن کړی دی. جوړښت یې داسې دی چې که چېرې نسکوره شي ډېری سیستمونه ډېر کم زیان ویني. که چېرې د الوتنې پر مهال یې ګېر بکس ته تر ۶۰ دقیقو پورې غوړ ونه رسیږي الوتنې ته دوام ورکولای شي. داخل کې دوه د تیلو ټانکۍ لري او دوه اضافي ټانکۍ پکې موجودې دي.
برېښنایي سیستم او وسلې
په برېښنایي سیستم کې یې د یورو ګرېډ په نوم د جګړې د ډګر د مدیریت سیستم او د نقشې د ښودنې سیستم، د سټلایټ او راډیو مخابراتي سیستم یې، د مالوماتو د لېږد اړیکې یې، د لوړ اختیار ډیجیټلي د الوتنې د کنټرول سیستم، دوه اضافي د ماموریت کمپیوټرونه کوم چې وسلې کنټرول کوي، سېنسورونه او د هدف په نښه کولو لپاره سیستم پکې تر ټولو اړین او د یادونې وړ دي.
د لارې موندنې لپاره جي پي اېس، ډوپلر رادا، جلا شوې د هوایي مالومات څانګې، راډیو الټي متر، خپاره شوي د هوایي سرعت سېنسورونه، مخکې کتونکی انفرارېډ کاروي. د شپې لخوا الوتنه کې پیلوټ له سېنسور څخه کار اخلي. هر پیلوټ یې په خپل کنټرول سټېشن کې د مالوماتو ښکارونکی کریسټال سکرین لري کوم چې معمولا د داخلي سیستمونو د مالوماتو د ښکارولو او سینسوري مالوماتو لپاره کاریږي تر څو پرې د چورلکې له پرمختللو سیستمونو سره فعل او انفعال وکړي.
د ښکارولو لپاره دواړو پیلوټانو ته د هېلمټ د ښیښې شکل کې اضافي سکرین هم موجود وي او کوم پیلوټ چې چورلکه الوزوي په یاد سکرین د الوتنې بنسټیزو مالوماتو ته کتنه کوي. په هېلمټ کې سکرین ته مالومات د شپني لید لپاره دوربین یا هم انځور کوونکی انفراریډ له سېنسورونو چمتو کوي. په چورلکه کې د ماشیندارې لپاره درېم کس هم یاد سکرین کارولی شي او خپل هدف پرې لیدلای شي خو د خپل سکرین لپاره مالومات له پیلوټانو اخلي.
په برېښنایي سیستم کې یې د پام وړ بله برخه د څرخ له پاسه لید/سېنسور دی. په دې برخه کې یې تېرمل کامره ده، په سیستم کې یې اپتیکي تلویزیون شامل دی. لایزري نښان اخیستونکی او هدف لټونکی، د ثبات لپاره جیروسکوپ پکې شامل دي. اصلي دنده یې د سېنسور په توګه د هدف لټونه، لیدنه او په نښه کول دي. د تولید په ځینې ډولونه کې یې یاده برخه نشته او د بدیل په توګه یې بل سیستم د چت له پاسه نصب شوی.
په یوروکاپټر ټایګر کې مختلف ډوله وسلې د نصب کېدو وړ دي په دې کې راکټونه، له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکي توغندي، له هوا څخه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي، د ټانک ضد توغندي او په پوز کې ماشینداره شامل دي.
مخینه
په ۱۹۸۴ کې لوېدیځې جرمني او فرانسې د ټانک ضد چورلکې لپاره وړاندیز وکړ د کومو چې باید د تولید یو ډول د ملتیا او د نورو چورلکو د ساتنې لپاره وکارول شي او د بلې چورلکې د نسکورېدو وړتیا ولري. له خبرو وروسته جرمني او فرانسه دې پایلې ته ورسېدل چې باید دواړه هیوادونه تر ۴۲۷ چورلکې تولید کړي. جرمني د تولید (PAH-2) ډول کومې چې د ټانک ویجاړېدو وړتیا لرله ۲۱۲ چورلکې غوښتلې، د لنډیز بشپړ نوم (Panzerabwehrhubschrauber) دی او یې مانا د ټانک ضد چورلکه ده. فرانسې د تولید (HAPs) ټولې ۷۵ چورلکې غوښتې د تولید د ډول نوم یې د (Hélicoptère d’Appui Protection) کلیمو لنډیز دی مانا یې له نورو چورلکو سره ملتیا او ساتنه ده، همداسې یې ۱۴۰ چورلکې د تولید ډول کې (HACs) یادې کړې وې، د تولید د ډول نوم یې د (Hélicoptère Anti Char) کلیمو لنډیز دی او مانا د ټانک ضد چورلکه ده.
جرمني او فرانسې د خپلې وړاندیز شوې پروژې لپاره دوه شرکتونه (Aérospatiale and MBB) وټاکل. په ۱۹۸۶ کې یې د تولید او طرحې چارې ودرول شوې او لامل یې لوی لګښت وو. لوېدیځې جرمني چې کله د متحده ایالتونو د اپاچي چورلکو محاسبه وکړه او د دې چورلکو له لګښت سره یې پرتله کړه نو اپاچي د یورو کاپټر په پرتله ډېرې ارزانه تمامېدې. خو له سیاسي ګډوډي سره سره یې د تولید پروګرام د ۱۹۸۷ کال په نومبر کې بیا ځلې پیل کړ. د اداري چوکاټ چارې یې تر ډېره د ۱۹۸۷ او ۱۹۸۹ کال ترمنځ په ډېره چټکۍ ترسره شوې د بېلګې په توګه د فرانکو جرمن دفتر.
پایله کې لمړۍ چورلکې د ۱۹۹۱ کال د اپرېل په ۲۷ نېټه، خپله ۳۰ دقیقې د ازموینې لمړۍ الوتنه وکړه.
په ۱۹۹۰ لسیزه کې سړه جګړه پای ته ورسېده او د جګړې له پای ته رسېدو سره د دفاع لپاره بودیجو کې لوی کمی رامنځته شو. په ۱۹۹۲ کال کې ګمان کېده چې ممکن جرمني پروژې ته ادامه ورنکړي خو په ورته وخت جرمني غوښتل خپل وړاندیز کې بدلون رامنځته کړي او یوازې د ټانک ضد چورلکې په ځای ترې د څو موخو لپاره لکه د څارنې، له نږدې د پیاده پوځ ملاتړ، له نورو چورلکو سره ملتیا کوونکې جوړه کړي.
په ۱۹۹۲ کال کې دواړه شرکتونه سره یو ځای شو او خپله کې یې د یورو کاپټر په نوم ګډ شرکت جوړ کړ تر څو د خپلې طرحې شوې چورلکې ادامه ممکنه کړي. په ۱۹۹۶ کال کې فرانسې او جرمني په چورلکو کې د خپلو پرمختللو توغندیو د کارونې تړون لاسلیک کړ. په دې وخت کې ترکې هم یوروکاپټر ټایګر د خپل امنیت لپاره ښه انتخاب وګڼه او د ۱۴۵ چورلکو غوښتنه یې وکړه خو د فرانسې، جرمني او یوروکاپټر شرکټ د وسلو په صادرولو باندې جنجال ترکیه له یوروکاپټر ټایګر چورلکو لاس په سر کړه.
د ۱۹۹۹ کال د جون په ۱۸ نېټه فرانسې او جرمني دواړه د ۱۶۰ چورلکو تړون لاسلیک کړ او د هر هیواد لپاره یې د ۸۰ چورلکو غوښتنه وکړه. د تړون ټول ارزښت ۳.۳ بیلیونه یورو وو. د فرانسې پوځ ته د چورلکو لمړۍ جوپه د ۲۰۰۵ کال د مارچ په ۱۸ نېټه وسپارل شوه او جرمني ته د ۲۰۰۵ کال د اپرېل په ۶ نېټه لمړۍ چورلکې وسپارل شوې. د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې جرمني خپلې غوښتل شوې چورلکې له ۸۰ څخه ۵۷ ته راکمې کړې. د درې شریکانو ترمنځ د پروژې ټولټال لګښت ۱۴.۷ بیلیونه یورو شو په دې کې د فرانسې برخه ۶.۴ بیلیونه یورو وه. فرانسې په خپلو چورلکو کې د ټکنالوجي اضافه کولو غوښتنه وکړه او پای کې یې د هرې چورلکې ارزښت ۸۰ میلیونه یورو شو. اوسمهال فرانسه ۶۷ چورلکې لري او تر ۲۰۲۵ کال پورې ټولې چورلکې بیا ځلې اوسمهالیزه کوي.
صادرېدنه
له پیل څخه انګلستان د یوروکاپټر ټایګر په صنعت کې برخه اخیستل رد کړل. وروسته په ۱۹۹۰ لسیزه کې انګلستان او هالنډ غوښتل خپلې زړې برید کوونکې چورلکې تقاوت کړي او له بهر عصري برید کوونکې واردې کړي. خو دواړو هیوادونو کومه غوښتنه ونه کړه.
د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د استرالیا پوځ له یورو کاپټر سره د چورلکو تړون لاسلیک کړ او د څارنې لپاره یې ۲۲ چورلکې وغوښتې. له معیاري یوروکاپټر ټایګر څخه د څار لپاره چورلکې جوړولو نوي مخابراتي او برېښنایي سیستم ته اړتیا لرله. د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر کې استرالیا وروستۍ چورلکه ترلاسه کړه خو په ۲۰۱۹ کې یې د تقاوت کولو هڅې پیل کړې.
د ۲۰۰۳ کال په سپټمبر کې هسپانیا د خپل پوځ لپاره له نږدې د ملاتړ ۲۴ چورلکې وغوښتې او په ورته وخت کې یې شرکت کې د ونډې غوښتنه وکړه. له دې چارې سره د پرزو زیاتوالي د یورو کاپټر تولید نور هم ښه کړ او له هسانیا یې د ځینو توکو ترلاسه کول پیل کړل. هسپانیا خپلو چورلکو کې ځواکمن ماشین کوم چې زیات وزن پورته کولای شي، د میسټرال او پي اې ار اېس ۳ اېل ار توغندیو نصب وړاندیز وکړ. کله چې فرانسې یاد وړاندیز ته کتنه وکړه نو سملاسي یې خپلې د ټانک ضد چورلکې لغوه کړې او د هسپانیا په څېر غوښتنه یې وکړه. هسپانیا ته د چورلکو سپارل په ۲۰۰۷ کې پیل شوو.
په ۲۰۰۶کال کې عربستان د ۶.۹ بیلیونه یورو تړون لاسلیک کړ او ټولټال یې د ۱۴۲ چورلکو غوښتنه وکړه له کومو چې ۱۲ برید کوونکې وې خو په ۲۰۰۷ کې تړون لغوه شو او د لغوه کېدو لامل یې پټ وساتل شو.
په ۲۰۰۷ کې یې د متحده ایالتونو او روسې ځینو چورلکو سره مارکېټ کې سیالي پیل کړه. په ۲۰۱۵ کې پولنډ هم هڅه وکړه چې خپلې روسۍ برید کوونکې تقاوت کړي او یوروکاپټروز ټایګر ترلاسه کړي.
د تولید ډولونه
Tiger ARH
ټایګر اې ار اېچ د یورو کاپټر ټایګر چورلکې د تولید ډول دی. وسله لرونکې د کشف لپاره چورلکه ده. استرالیا یې غوښتنه کړې وه تر څو خپلې زړې (OH-58 Kiowas and UH-1 Iroquois) چورلکې تقاوت کړي او په ځای یې یادې چورلکې وکاروي. د تولید په دې ډول کې اوسمهالیزه شوی (MTR390) ماشین موجود دی، د لایزري وړانګې په ذریعه په نښه کوونکی لري کوم چې په یادو چورلکو کې د هیل فایر ټو توغندي سره وصل دی او د توغونې لپاره یې کاریږي. له دې پرته پکې د بلجیم د فورج دو زیبروج شرکت نه هدایت کېدونکي راکټونه د نصب کېدو وړ دي.
د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د ۲۲ چورلکو غوښتنه شوې وه. ډېری چورلکې یې د هوایي چلند لمړۍ قطعې لپاره کومه چې د ډاروین د باراکس په روبرټسن سیمه کې ده پېرلي دي. چورلکې استرالیا ته د برخو شکل کې انتقال شوې وې او د بریزبېن په هوایي ډګر کې د استرالیا ایروسپېس نصب کړي.
لمړۍ دوه چورلکې د ۲۰۰۴ کال د ډسمبر په ۱۵ نېټه ور انتقال شوي او تمه کېده چې تر ۲۰۱۰ پورې ټولې چورلکې استرالیا ته صادرې شي. په بشپړ توګه عملیاتو ته د چمتو کولو پلان یې د ۲۰۱۱ کال ډسمبر ټاکل شوی وو. په ۲۰۱۲ کال کې د یوې چورلکې په داخل کې لوګی پورته شو او دې چارې پیلوټان اړ کړل چې د تخنیکي ستونزې په ګوته کولو پورې، په یادو چورلکو کې له الوتنې ډډه وکړي.
د اګست په ۲۰۱۴ کال کې، د استرالیا دفاعي ځواک او د استرالیا بې اې اي سیستم په بریالۍ توګه په یادو چورلکو کې پرمختللی د دقیق هدف ویشتونکی لایزري سیستم ازموینه وکړه. په ۲۰۱۶ کې د استرالیا دفاع وزارت بیانیه خپره کړه چې یادې چورلکې به په ۲۰۲۰ لسیزه کې تقاوت کړي او په ځای به یې نورې چورلکې وکاروي، لامل یې چورلکو کې داسې ستونزې یادې کړې وې : له نورو یورو کاپټر ټایګر چورلکو سره ورته والی نه لرل، د ماشین د ترمیم او ساتنې لوړ لګښت، د پرزو تر اروپا پورې د ترمیم لپاره لېږلو او بېرته تر لاسه کولو کې لوی ځنډ.
په ۲۰۱۶ کې په بشپړ توګه عملیاتو ته چمتو او په ۲۰۱۹ کې یې د ۵ نورو چورلکو غوښتنه وکړه، یادې ۵ چورلکې به تر ۲۰۲۵ پورې ترلاسه کړي. همداسې په ورته وخت کې اسثرالیا هیله لري چې تر ۲۰۲۶ پورې داسې چورلکې ترلاسه کړي کومې چې زغره لرونکې، په سمندري بیړیو کې د ناستې وړتیا لرونکې وي او د ټایګر چورلکو ځایناستې یې کړي. د یادې موخې لپاره یې د متحده ایالتونو اپاچي (AH-64E Apache Guardians) چورلکې په پام کې نیولي.
ټایګر یو اېچ ټي
Tiger UHT
د جرمني لپاره د یوروکاپټر چورلکې د تولید ډول دی. په جرمني ژبه کې یې نوم (Unterstützungshubschrauber) دی مانا یې “د ملاتړ چورلکه” ده. د منځنۍ کچې د څو موخو لپارهم له نږدې د پیاده پوځ ملاتړ کوونکې چورلکه ګڼل کیږي. د ډول د تولید لپاره یې د جرمني حکومت له یورو کاپټر شرکت سره په ۲۰۱۳ کې تړون لاسلیک کړ او د ۵۱ چورلکو غوښتنه یې کړې.
دوه ډوله د توغندیو سیستمونه پکې د نصب کېدو وړ دي : یو یې ټانک ضد توغندی او دوېم توغونه او هېرونه په دې مانا چې هدف پسې خپله تګ کوي او هدف ته تر رسېدو د انسان لخوا هدایت کېدنې ته اړتیا نه لري. د هایډرا ۷۰ په نوم توغندي کوم چې له هوا د ځمکې سطحه ویشتونکي دي او د بلجیم د فورج دو زیبروج شرکت نه هدایت کېدونکي راکټونه هم پکې نصب کېدای شي. څلور (AIM-92 Stinger) سټینګر له بلې چورلکې او الوتکې د ځان د دفاع لپاره په ځان کې لرلای شي. لکه د تولید د نورو ډولونو په څېر خپل پوز کې ماشینداره نه لري خو که چېرې یې اړتیا وي نو ۱۲.۷ اېم اېم ماشینداره پکې د نصب کېدو وړ ده.
د وسلو لپاره ځان کې کارونکی سیستم یې په اسانۍ بدلېداشي، په دې مانا که چېرې په ځمکه د برید حال کې وي او له بلې چورلکې سره مخ شي نو له هوا څخه هوا ته د توغول کېدونکي توغندي لپاره د پروګرام او سافټ وېر بدلېدنه په ډېره اسانۍ ترسره کولای شي او په یوه ماموریت کې هر ډول وسلې کارولی شي. همداسې په یوه وخت کې په مختلفو وسلو مختلف هدفونه هم په نښه کولای شي. د تولید له نورو ډولونو سره یې توپیر په خپل ځان کې سي سي ډي تلویزیون او د څرخ له پاسه د دوېم نسل انفرارېډ دی.
– ټایګر اېچ اې پي
Tiger HAP
په فرانسوي کې یې نوم (Hélicoptère d’Appui Protection) لیکل کیږي، مانا یې د ساتنې او ملاتړ چورلکه ده. د بلې چورلکې ملاتړ او د ساتنې لپاره ملتیا کوي. د مختلفو موخو لپاره کاریږي. په خپل پوز کې (GIAT 30 mm gun turret) ماشینداره لري. همداسې ۲۰ اېم اېم هدایت کېدونکي اېس اېن اي بي راکټونه پکې نصب کېدای شي. د بلې چورلکې او الوتکې ویشتلو لپاره په خپل ځان کې میسټرال توغندي لرلای شي. تر ۲۰۱۲ پورې یې د دې ډول ټولې ۴۰ چورلکې ترلاسه کړې وې او د هرې چورلکې ارزښت ۲۷ میلیونه یورو یا ۳۶ میلیونه ډالر وو. د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې یې پرېکړه وکړه چې خپلې ټولې چورلکې د تولید اېچ اې ډي ډول ته تر ۲۰۲۵ پورې اوسمهالیزه کړي.
– ټایګر اېچ اې ډي
Tiger HAD
په فرانسوي کې یې نوم (Hélicoptère d’Appui Destruction) لیکل کیږي د نوم مانا یې “د ملاتړ او ویجاړونې چورلکه” ده. د تولید له اېچ اې پي ډول سره ورته والی لري خو په ګرمو سیمو او چاپېریال کې د عملیات لپاره مناسبه چورلکه ده. همداسې یې د ماشین ځواک ۱۴% زیات دی. د اېچ اې پي ډول ماشین ۱۰۹۲ کیلو واټه او د اېچ اې ډي ۱۳۲۲ کیلو واټه ځواک تولیدوي. همداسې د الوتنې لپاره د زیات نه زیات وزن ظرفیت یې لوړ دی، مخابراتي سیستم یې په زیات واټن کې کار کوي. هیل فایر ټو توغندیو او د ټانک ضد سپایک اي ار توغندیو باندې مجهزه ده. د کشف لپاره کارېدلای شي، د بلې چورلکې د ساتنې لپاره د بلې چورلکې ملتیا کولای شي، له هوا څخه د پیاده پوځ ملاتړ کولای شي. په ۲۰۰۴ کې هسپانیا د څلور چورلکو او فرانسې د ۴۰ چورلکو غوښتنه کړې. د فرانسې د هرې چورلکې لګښت به ۳۵ میلیونه یورو یا ۴۸ میلیونه ډالر وي.
اوسمهالیزه کېدنه
په ۲۰۱۶ کې داسې راپورونه خپاره شول چې فرانسه او هسپانیا له استرالیا سره په ګډه کار کوي تر څو د استرالیا چورلکې له کومو چې استرالیا نا خوښه وه د تولید له اې ار اېچ ډول ټایګر اېم کې ۳ ډول ته اوسمهالیزه کړي. په راپور کې ویل شوي وو چې تر ۲۰۲۳ پورې به یې د اوسمهالیزه کېدو پروګرام چمتو شوی وي او په چورلکو کې به د ټانک ضد سیستم او د مخابراتو سیستم کې ښه والی رامنځته کړي. د اېم کې ۳ ډول لپاره فرانسې او هسپانیا هم له اېر بس شرکت سره تړون لاسلیک کړی : فرانسې د یاد ډول ۴۲ چورلکې او هسپانیا ترې د ۱۸ چورلکو غوښتنه کړې ؛ فرانسه به یې تر ۲۰۲۹ او هسپانیا تر ۲۰۳۰ کال پورې ټولې چورلکې ترلاسه کړي.
اېم کې ۳ ډول نوی ډول دی او لمړۍ الوتنه یې ۲۰۲۵ کال ته پلان شوې. د هر هیواد لپاره د تولید ډول کې له یو بل سره د اړتیا له مخې کمه اندازه توپیر موجود دی. په چورلکه کې به د څرخ له پاسه ایلیکټرو اپتیکي سیستم، په هېلمټ کې د لید سیستم، د لید لپاره پرمختللی سیستم، مخابراتي سیستم او د انسان لخوا یا په خودمختاره توګه کارېدونکی ډیټالینک موجود وي. نوي له هوا څخه هوا ته د توغل کېدونکي توغندي سیستم، له هوا څخه د ځمکې د سطحې وېشتونکي توغندي سیستم، راکټونه او ماشیندارې به پکې نصب وي. د لارې موندنې لپاره سیستم به یې د ګالیلیو سټلایټ کارونکی وي. په برېښنایي سیستم کې یې د جګړې د ډګر د مدیریت سیستم او د تکتیکي مالوماتو د مدیریت سیستم نوی وي.
کارونکي هیوادونه او ځواکونه
- استرالیا
- د استرالیا پوځ
- لمړی پوځي کنډک
- فرانسه
- د فرانسې پوځ
- د برید کوونکو چورلکو قطعه
- ځانګړي ځواکونه
- جرمني
- د جرمني پوځ
- د برید کوونکو چورلکو قطعه
- هسپانیا
- د هسپانیا پوځ
- له پیاده پوځ سره مل د برید کوونکو چورلکو قطعه
ځانګړنې
- پیلوټان : یو پیلوټ او یو د وسلو د سیستم افسر
- اوږدوالی : ۱۴.۰۸متره
- لوړوالی : ۳.۸۳ متره
- بې وسایلو وزن : ۳۰۶۰ کیلو ګرامه
- له تجهیزاتو سره وزن : ۵۰۹۰ کیلو ګرامه
- د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۶۰۰۰ کیلو ګرامه
- د تیلو ظرفیت : ۱۰۸۰ کیلو ګرامه
- ماشین : دوه (MTR MTR390 turboshaft engines, 972 kW) ماشینونه لري
- سرعت : په ساعت کې ۲۹۰ کیلو متره
وسلې
- ماشیندارې :
- یوه ۱× ۳۰ اېم اېم (GIAT 30 cannon) ماشینداره کوم چې مخکې لور کې نصب ده او تر ۴۵۰ پورې مرمۍ لري
په دواړو څنګونو کې د لاندې وسلو ترکیب لرلای شي
- داخلې کې د وسلو نښلولو ځای
- 1x 20 mm (0.787 in) autocannon pods, or
- 22x 68 mm (2.68 in) SNEB unguided rockets in a pod, or
- 19x 70 mm (2.75 in) Hydra 70 unguided rockets in a pod or
- 4x AGM-114 Hellfire missiles (Australia/France) or
- 4x Spike-ER missiles (Spain) or
- 4x PARS 3 LR missiles (Germany) or
- 4x HOT-3 missiles (Germany)
- بهر کې د وسلو نښلولو ځای
- 2x Mistral air-to-air missiles, or
- 2x Air-to-Air Stinger (ATAS) air-to-air missiles (Germany), or
- 12x 68 mm (2.68 in) SNEB unguided rockets in a pod or
- 7x 70 mm (2.75 in) Hydra 70 unguided rockets in a pod
Comments
So empty here ... leave a comment!