Expenditure – مصرف

مصرف هغه وخت رامنځته کیږي چې سوداګرۍ کې کوم څه ته اړتیا وي. لکه د یوې شتمنۍ پېرل، د تنخوا ورکول او همداسې نور. یو مصرف په بیلانس پاڼې اغیز کوي. خو اړینه نده چې د ګټې په بیانیه کې وښودل شي او یا هم چې کله مصرف رامنځته شي نو په ګټې دې اغیز ولري. مګر کوم مصرف چې لګښت شي د ګټې په بیانیه او ګټې باندې اغیز لري. ډېر مصرفونه د نغدو په بدل کې یو څه لاسته راورل وي خو لګښت کې د نغدو کارېدنه نه وي.