Explosive – چاودېدونکي
چاودېدونکي یا چاودېدونکي توکي یوه تحریک کوونکي ته غبرګون ښودونکې ماده ده، په خپل ځان کې بې کچې انرژي لري که چېرې یې انرژي ناڅاپه ازاده شي یا وکارول شي نو چاودنه رامنځته کوي، چاودنه یې معمولا له رڼا، تودوخې، غږ او فشار سره مل وي. په انګرېزۍ کې (explosive charge) اصطلاح د کچه شوو چاودېدونکو اندازې ته کاریږي، یاده اندازه ممکن له یوې مادې جوړه وي او یا لږ نه لږ د دوه مادو مخلوط وي.
په چادېدونکو توکو کې ذخیره انرژي یا ځان کې لرونکې انرژي ممکن کیمیاوي انرژي وي لکه نایټروګلیسرین یا د غلې د دانې پوډر، ممکن د فشار لاندې ګاز وي لکه د ګاز ډبې، د ایروزول شیندونکی ډبلی، او یا هم په بند لوښي کې خوټیدونکې مایع لکه دیګ بخار، ممکن اټومي انرژي وي لکه فیسایل، یورانیم – ۲۳۵، پلوټونیم – ۲۳۹، ایزوټوپونه.
چاودېدونکي د خپرېدو د سرعت له مخې کټګوري کیږي. کوم چې د غږ له سرعت څخه چټک خپریږي (high explosives) ورته ویل او کوم چې د غږ له سرعت په کم سرعت کې خپریږي د (low explosives) په نامه یادیږي. چاودېدونکي توکي د حساسیت له مخې هم کټګوري کیږي. کوم چې د چاودنې لپاره کمې تودوخې یا هم فشار ته اړتیا لري د (primary explosives) په نامه یادیږي او کوم چې برعکس ځانګړنه لري په (secondary or tertiary explosives) نومونو یادی.
کمه اندازه کیمیاوي مواد د چاودېدونکو په توګه کارول کیږي نور یې یا ډېر حساس، خطرناک، زهري، بې ثباته او یا په ډېر کم وخت کې تجزیه کېدونکي دي. ځینې توکي که چېرې له چاودنې پرته وسوزول شي یوازې د سوزېدو وړ وي. ځینې ګازونه او یا د الوتو وړ عضوي مایع په نورمال حالتونو کې یوازې د اور اخیستو وړ وي خو په ځینې شکلونو او ځانګړو حالتونو کې چاودېدونکي وي.
تر ټولو لمړي کیمیاوي چاودېدونکي په مرمیو کې کارېدونکي پوډر چینایانو په ۹ پېړۍ کې اختراع کړي. په ۱۰۴۴ کې چینایانو له سکرو، پتاسیم نایټریټ او سلفر چاودېدونکي توکي جوړ کړل او په ۱۱۶۱ کې یې په جګړه کې وکارول. د شپیلۍ یا میل په توګه یې د بامبو نی کاروه. د دشمن ویرولو لپاره یې ژوندۍ مږې په دې نی کې اچولې او د دشمن په لور به یې اور اخیستي حالت کې په نی کې د موجودو چاودېدونکو په ذریعه توغولې. په څوارلسمه پېړۍ کې د چینایانو جوړ کړي پوډر اروپایانو ترلاسه کړل او په اروپا کې هرې پاچایي هڅه وکړه چې پوډرو ته توپې جوړې کړي په پیل کې ډېر وخت چاودېدونکي د توپې په داخل کې چاودېدل او د دشمن په ځای به یې توغونکی مړ کوه لکه د ټالیبانو ماینونه چې وخت نا وخت خپله په همدوي چاودیږي.
په ۱۸۴۷ کې تر پخوانیو پوډرو ځواکمن کیمیاوي توکي د نایټروګلیسرین په نامه جوړ شو، نایټروګلیسرین مایع ده او له همدې امله بې ثباته ګڼل کیږي او په ۱۸۶۳ کې یې ځای نیونکي نایټروسلولوز او ټریني ټروټو لوین شو، په ۱۸۶۷ کې بې لوګي پوډر او ډاینامیټ وپېژندل شو. په لمړۍ نړیواله جګړه کې ټریني ټروټو لوین په توپو کې وکارېدل. په دوېمه نړیواله جګړه کې د چاودېدونکو توکو یو لوی نوملړ موجود وو او په اوس وخت کې د (C-4 and PETN) په څېر چاودېدونکي په وسلو کې کاریږي دواړه (C-4 and PETN) د هر ډول شکل اخیستونکي او د اوبو ضد دي له وسپنې سره تعامل کوي او په اسانۍ اور اخلي.
په سوداګریزه توګه تر ټولو زیات په کانونو کې کاریږي. که معد د ځمکې په سطحه وي او که د ځمکې لاندې ښخ وي د دواړو ترلاسه کولو لپاره چاودېدونکي توکي کاریږي. ډیری وخت د کانون سپړونکي شرکتونه په بنسټیزه توګه له نایټریټ جوړ چاودېدونکي توکي کاروي لکه د امونیم نایټریټ محلولونه. له دې پرته د موادو په ساینس او انجنیري کې هم کاریږي، پوځ یې په چاودېدونکو وسلو کې کاروي.
په کیمیاوي چاودېدونکو کې چاودنه یو کیمیاوي تعامل وي کومه چې لوړه تودوخه پرېږدي د تودوخې پرېښودو ته یې انګریزي کې (exothermic change) وایي او بې کچې ګازونه پرېږدي د ګاز پرېښودنې ته یې (positive entropy change) وایي. د ګازي تولیداتو انرژیکي ثبات په کلکه توګه له پیوند شوو ډولونو رامنځته کیږي لکه کاربن مونوکسایډ، کاربن ډایوکسایډ، ډي نایټروجن په دې کې کلک دوه ګوني یا درې ګوني بانډونه یا پیوندونه موجود وي. ډېری سوداګریز چاودېدونکي عضوي وي او (-NO2, -ONO2 and -NHNO2) ګروپونه پکې شامل وي.