Fairey Albacore
په دوېمه نړیواله جګړه کې د انګلستان دوه وزره لرونکې، د یوه ماشین، په بیړیو بم غورزونکې الوتکه وه، د کشف لپاره هم کارېده. جوړونکی شرکت یې (Fairey Aviation) وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۸ کال د ډسمبر په ۱۲ نېټه کړې، پوځي کارونه یې په ۱۹۴۰ کال کې پېل شوې، په ۱۹۴۴ کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (Royal Navy, Royal Air Force and Royal Canadian Air Force) وو، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۸۰۰ وو. د کاناډا هوایي ځواک هم ترلاسه کړې وې.
اوږدوالی : ۱۲.۱۴ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۵.۲۴ متره
لوړوالی : ۴.۶۲ متره
د وزرو سطحه : ۵۷.۹ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۳۲۹۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۴۷۵۵ کیلو ګرامه
د ناستې لپاره زیات نه زیات وزن : ۵۷۲۷ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Bristol Taurus II (Taurus XII) 14-cylinder radial engine, 1,065 hp (1,130 hp) (794 kW (840 kw))
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۵۹ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۶۰۰۰ فټه
اسلحه : یو مخکې فیر کېدونکې او دوه وروسته فېر کېدونکې ماشیندارې، په بیړیو د برید لپاره ۷۶۰ کیلو ګرامه بم او د عامې موخې لپاره ۹۰۷ کیلو ګرامه بمونه