Fairey Swordfish
د انګلستان دوه وزرې په بیړیو بم غورزونکې الوتکه وه، په ۱۹۳۰ لسیزه کې په (Stringbag) نامه یادېدله، په اساسي توګه یې دنده برید کوونه وه، د دوېمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې او له هغې وروسته هم کارېدلې. جوړونکی شرکت یې (Fairey Aviation) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۴ کال د اپرېل میاشتې په ۱۷ نېټه کړې، پوځي کارونه یې په ۱۹۳۶ کې پیل شوې، د ۱۹۴۵ کال د مې میاشت په ۲۱ نېټه تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (Royal Navy, Royal Air Force, Royal Canadian Air Force and Royal Netherlands Navy) وو، د۱۹۳۶–۱۹۴۴ کلونو ترمنځ تولید شوي. د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۳۹۱ ده او په یاد شمېر کې ۶۹۲ الوتکې (Fairey Aviation) شرکت او ۱۶۹۹ (Blackburn) شرکت تولید کړي. د استرالیا، کاناډا، ایټالیا، نیدرلنډ او هسپانیا هوایي ځواکونو هم کارولي.
پیلوټان: یو پیلوټ، یو څارونکی یا کتونکی اویو د مخابرې مسول
اوږدوالی : ۱۰.۸۷ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۳.۸۷ متره
لوړوالی : ۳.۷۶ متره
د وزرو سطحه : ۵۶.۴ مترمربع
بې وسایلو وزن : ۱۹۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۳۴۵۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Bristol Pegasus IIIM.3 radial engine, 690 hp (510 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۳۰ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۵.۵ ساعته
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۸۷۰ فټه
اسلحه : یوه مخکې فیر کېدونکې ویکرز ماشینداره، یوه لیویس یا ویکرز ماشینداره په وروسته برخه کې، تر ۷۶۰ کیلو ګرامه یا ۱۶۷۰ پونډه پورې بمونه
Comments
So empty here ... leave a comment!