Fanny Raoul – فاني راوول

نوم یې ماري فرانسواز راوول (Marie-Françoise Raoul) دی. د ۱۷۷۱ د ډسمبر په ۱۹ نېټه د فرانسې سنت پول دو لیون کې زېږېدلې او د ۱۸۳۳ کال د ډسمبر په ۹ نېټه په پاریس کې مړه شوې. د فرانسې فېمنسټه لیکواله، جورنالسته، فیلسوفه او د مقالو لیکونکې وه.

د شخصي ژوند په اړه یې کم مالومات موجود دي. مور یې د فاني د زېږېدو پر مهال مړه شوې وه او پلار یې د عریضو لیکونکی کلوډ رونې راوول وو چا چې وروسته په کلیسا، د ښاروالۍ شورا او محکمه کې هم دنده ترسره کړې. د خپلې لور لمړی استاد او لارښونکی هم پاتې شوی او هڅه یې کوله چې د خپلې لور زېرکتیا پراخه کړي. فاني راوول وروسته پاریس ته ولاړه او هلته یې د تېرېزا تایلین، جولیت رېکامي یر او د ستایل جیرماني صالونونو ته تګ پیل کړ او هلته یې د فرانسې له نامتو شاعرې او لیکوالې کانستانس دو سام سره لیده کاته پیل شول.

په ۱۸۰۱ کې ېې د کانستانس دو سام په مرسته “د ښځو په اړه د ښځې نظر” ورځپاڼه کې لیکنې پیل کړې، لیکنو یې د کلود اندریان هېلوېتیوس له فکره الهام اخیستی وو او همداسې د کوندیلاک اېت ین بونوت نقل قول پکې شوی وو. په دې وخت کې فرانسه کې ښځې او ماشومانو برابر حقونه لرل او یا هم په بله مانا بشپړ تبعه نه ګڼل کېدې او ټول سیاسي او ټولنیز واک د نرانو په لاس کې وو. فاني راوول د بشپړ تبع کېدو او ټولنیزو اصلاحاتو لپاره خپله مبارزه کوله.

په خپرونو کې یې “فلسفي، ادبي او سیاسي لسیزه” ډېرو لیکوالانو ستایلې او په ۱۹۸۹ او ۲۰۱۱ کې بیا ځلې چاپ شوې. همداسې “د دوه جنسیتونو مساوات” کې یې د ښځو غلامي د تور پوستو له غلامي سره پرتله کړې. په کال ۱۸۱۳ کې یې “د حساسې ښځې تېروتنې” ناول ولیکه او په ناول کې یې هم هغو بې عدالتیو ته اشاره کړې وه کومې چې له منطق سره په ټکر کې دي. له ناول وروسته یې د “ادبي او فلسفي ټوټې” چاپ او خپرې شوې په یادې چارې کې یې د الېکساندر وانسانت پینوکس دیوال څوک چې د فرانسوي اکاډمۍ غړی او د اروپا د اودینو تیاتر ریس وو چارې خپلې غلا شوې لیکنې او فکر یاد کړی وو.

Sidebar



Share
Hide Buttons