Faverolles chicken – فاوېرول چرګان
د فرانسې د چرګانو نسل دی. په ۱۸۶۰ لسیزه کې یې نسل د فرانسې د شمال په هودان او فاوېرول کلیو کې اخیستل شوی. د نسل اخیستنې موخه یې غوښه او هګۍ وې خو اوسمهال د نندارې لپاره هم ساتل کیږي. په ۱۸۸۶ کې انګلستان ته صادر شول او انګلستان نور تغیر هم پکې راوست تر څو د نندارې لپاره مناسب چرګان ترې جوړ کړي. چرګ یې تر ۵ کیلو ګرامه او چرګه یې تر ۴ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د وړې کچې نسل نلري.
