Female – ښځه
د ښځې ښودنې سمبول ♀ دی، د ژوندیو یو جنس دی یا د ژوندیو یوه برخه ده کوم چې اوا (ova) یا د هګۍ حجره تولیدوي. د انسان په شمول د تی لرونکو ښځه دوه X کروموزوم لري. د ژوندیو په هر ډول کې د ښځې ځانګړنې توپیر لري او د ځینو ډولونو ځانګړنې یې په روښانه توګه د تعریف وړ دي لکه د شیدو مرغړي لرل. د انګریزۍ (female) کلیمه د لاتیني ژبې له (femella) کلیمې اخیستل شوې مانا یې ښځه ده.
په هېتېروګاموس د تولید سیستم کې اوا یا هګۍ د غټ ګامېټ په توګه تعریف شوې، کوچنی ګامېت سپېرماتوزوم کوم چې معمولا د خوځښت وړتیا لري نر تولیدوي. له نر پرته ښځه د مثل تولید نشي کولای خو ځینې ژوندي له جنسي اړیکې پرته د مثل تولید کولو وړتیا لري، کومو ژوندیو کې چې ښځه له نر پرته د مثل تولید کوي د پارتېنوجېنېسیس په نامه یادیږي.
اېزوګاموس ژوندي د جنسي اړیکې لپاره دوه یا تر دوه ډېرې طریقې لري، انیسوګاموس ژوندیو کې نر او ښځه د ګامېټ ډولونه لري، په اووګاموس کې انسان هم شامل دی او د نر په پرتله د ښځې ګامېټ ډېر لوی وي او د نر د سپرمو په څېر د خوښت کولو وړتیا نلري. اووګامي د انیسوګامي یو شکل دی.
په تی لرونکو کې ښځه د شیدو مرغړي لري، د شیدو مرغړي د خولې بدلون موندلي مرغړي دي او له زېږون وروسته د څه مودې لپاره د بچي تغذیه کولو لپاره کاریږي. د تی لرونکو ښځه دوه X کروموزوم لري خو نر یې یو X او یو کوچنی Y کروموزوم لري خو ځینې تی لرونکي لکه پلاټیپوس د کروموزوم مختلف ترکیب لري. په مرغانو او خزندګانو کې بیا برعکس وي ښځه ZW کروموزوم لري او نر دوه ZZ کروموزوم لري. په انسان کې د XO او یا XXX کروموزوم هم امکان لري خو تر هغې نر نه ګڼل کیږي چې Y کروموزوم ونلري. د تی لرونکو ښځه بچیان زېږوي خو ځینې تی لرونکي هګۍ کوي او یا هم لکه شارک هګۍ یې د تنې په داخل کې په بچیانو بدلیږي.
د ښځې ښودنې سمبول ♀ دی او یونیکوډ یې Unicode: U+2640 Alt codes: Alt+12 دی. د ښودنې سمبول یې د زهرا سیارې سمبول دی.
Comments
So empty here ... leave a comment!