د اکای مایډای یا ایکیمیډای کورنۍ (family Echimyidae) غړی ده.په میسومیس نسل (Mesomys) کې شامل ده. د ډول علمي نوم یې (Mesomys hispidus) ده. د سوېلې امریکا د اغزنو موږکانو یو ډول ده. په بولیویا، برازیل، کولمبیا، ایکوادور، فرانسوۍ ګینا، ګیانا، پېرو، سورینم او وېنزوېلا کې پیدا کیږي. د ساینسي یا علمي نوم وروستاړی (hispidus) یې لاتیني کلیمه ده او مانا یې شخ وېښته دي. فېریرا نوم یې په طبیعي فلسفې باورمند (Alexandre Rodrigues Ferreira) له نوم څخه اخیستل شوی. فېریرا د دې ژو ډله له برازیل څخه راغونډه کړې وه او په ۱۸۰۸ کې فرانسې ته انتقال کړل. خو وروسته په ۱۸۱۷ کې (Anselme Gaëtan Desmarest) تشرېح کړل.
