Fiat A.53
د اووه سلېنډره، په هوا سړېدونکی راډیال پیسټون انجن دی. په ۱۹۳۰ لسیزه کې ایټالیا جوړ کړی او په الوتکو کې یې د پاور پلنټ په توګه کاروه. جوړونکی شرکت یې (Fiat) دی. په لمړي ځل په ۱۹۳۱ کې کارېدلی. په (Caproni Ca.100, CNA Delta, Fiat TR.1 and Savoia-Marchetti S.56) الوتکو کې نصب وو.
ډول : اووه سلېنډره په هوا سړېدونکی راډیال
بور : ۱۰۵ ملي متره (۴.۱۳ انچه)
سټروک : ۱۲۰ ملي متره (۴.۷۲ انچه)
اوږدوالی : ۳۲.۴۰ انچه
قطر : ۳۵.۴۳ انچه
وچ وزن : ۱۴۷ کیلو ګرامه
د ۱۱۵ هارس پاوره ځواک تولیدونکی
