Field Marshal – په انګلستان کې فیلډ مارشال

لنډیز یې اېف اې (FM) دی، له ۱۷۳۶ کال څخه د انګلستان په پوځ کې فیلډ مارشال تر ټولو لوړه رتبه ده. فیلډ مارشال د پنځه ستورو رتبه او د ناټو او اېف – ۱۰ (OF-10) کوډ لري. په سمندري پوځ کې د فیلډ مارشال رتبه له ( Admiral of the Fleet) سره او په هوایي پوځ کې له ( Marshal of the Royal Air Force) رتبې سره برابره ده. په نښان کې یې د سنټ ایډوار د تاج لاندې پاڼې وي او د فیلډ مارشال په یادو پاڼو باندې د چلیپا نښان موجود وي. د انګلستان په درېواړه سمندري ځواک، هوایي ځواک او ځمکني پوځ کې مارشال د ټول عمر لپاره افسر پاتې کیږي خو که له تقاوت وروسته په کوم پوسټ کار نه کوي نو معاش یې نیم وي. په ۱۸ او ۱۹ پېړۍ کې چې کوم فیلډ مارشالان مړه شوي له مرګ وروسته یې پوسټ تر ډېره خالي پاتې شوی.
 
له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته په انګلستان کې د لوی درستیز ګمارنه معیاري ګمارنه شوه او پوسټ یې خالي نه پاتې کېده. انګلستان کې لوی درستیز ته په پیل کې (Chief of the Imperial General Staff) وېل کېده وروسته یې نوم (Chief of the General Staff) ته بدل شو. معمولا د مارشال رتبه لوی درستیز ته ورکول کیږي
 
تر اوسه ۱۴۱ کسانو ته د فیلډ مارشال رتبه ورکړل شوې. په ۱۴۱ کسانو کې زیات یا د انګلستان په پوځ کې وو او یا هم د برتانوي هند په پوځ کې افسران وو. له دې پرته د انګلستان د پاچایانو د کورنۍ ځینې کسان لکه اېډوارډ، د کېنټ ډوک او د وېلز شهزاده چارلز ته هم په پوځ کې له خدمت کولو وروسته د فیلډ مارشال رتبه ورکړل شوې. د انګلستان درې پاچایانو ( پنځم جورج، اتم اېډوارډ او شپږم جورج) ته د پاچایي په وخت کې فیلډ مارشال رتبه ورکړل شوې خو یوازې اووم اېډوارډ له پاچا کېدو مخکې فیلډ مارشال رتبه لرله. د ملکو دوه مېړونو ته چې یو یې البرټ پرېنس، او بل یې د اېدېنبرغ دوک شهزاده فیلیپ دی د مارشالي رتبه ورکړل شوې. د نورو هیوادونو دولس پاچایانو ته هم د افتخار په توګه ورکړل شوې رتبه ده خو په دوه نړیوالو جګړو کې د جرمني دوېم وېلهلم امپراتور، لمړی فرانز جوزېف د اتریش امپراتور او هیروهیتو د جاپان امپراتور د دولس کسانو له نوملړ څخه ووېستل شول او لامل یې له انګلستان او یا د انګلستان له متحدینو سره دشمني وه.
 
په ۱۹۹۵ کې د انګلستان د دفاع وزارت د بودیجې د سپمونې لپاره ځینې سپارښتنې لرلې او له دې څخه یوه دا وه چې د پنځه ستورو رتبه لغوه کړي. د لغوه کولو لپاره یې استدلال دا وو چې کوم پوځ یاد افسران رهبري کوي پوسټ او ترې رهبري کېدونکی پوځ نا متناسب دی. د دفاع وزارت غوښتنې ته له کتنې وروسته په دې پوسټ ګمارنې بندې شوې او پوسټ ځانګړو شرایطو ته وساتل شو.
British Army OF-10
British Army Rank OF-10 (Field Marshal). Image author : Sodacan
Sidebar



Share
Hide Buttons