Fire belly newt – سور ګېډی تریتون

مختلف ډوله تریتون دي کوم چې د تریتون یو نسل جوړوي، نسل ته یې سینوپس نوم اخلي، اصلي ځای یې چین او جاپان دی. ګېډه یې روښانه سور یا زېړ رنګ لري خو دا ډول رنګ د نورو نسلونو په تریتون کې هم شته وي. پوستکی یې زهر ترشح کوي او که چېرې د انسان بدن ته د ټپ له لارې داخل شي نو ژوند یې ګواښلی شي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل سینوپس

ډولونه

په ځینې ډلبندیانو کې د سینوپس نسل تریتون په هیپسېلو تریتون نسل کې ډلبندي شوي
د ۲۰۱۹ کال تر اکتوبر پورې یې پېژندل شوي ډولونه دي :

انځور ساینسي نوم عام نوم سیمه
Cynops chenggongensis د چېنګونګ سور ګېډی تریتون چېنګونګ د یونان ولسوالۍ
Cynops cyanurus د نیله لکۍ سورګېډی تریتون د چین ګوېجو او یونان
Cynops ensicauda اوکیناوان تورې ته ورته لکۍ لرونکی تریتون د جاپان روکیو د ټاپوګانو ټولګه
Cynops fudingensis د فوجیان د فوډینګ سیمې سورګېډی تریتون فوجیان
Cynops glaucus ګوانګډونګ، چین
Cynops orientalis چینایي سورګېډی تریتون چین
Cynops orphicus ډایانګ تریتون ګوانګډونګ، چین
Cynops pyrrhogaster جاپانی سور ګېډی تریتون جاپان
Cynops wolterstorffi د یونان د بند تریتون د چین یونان سیمه
Cynops yunnanensis د چین یونان سیمه

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons