Fire belly newt – سور ګېډی تریتون
مختلف ډوله تریتون دي کوم چې د تریتون یو نسل جوړوي، نسل ته یې سینوپس نوم اخلي، اصلي ځای یې چین او جاپان دی. ګېډه یې روښانه سور یا زېړ رنګ لري خو دا ډول رنګ د نورو نسلونو په تریتون کې هم شته وي. پوستکی یې زهر ترشح کوي او که چېرې د انسان بدن ته د ټپ له لارې داخل شي نو ژوند یې ګواښلی شي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | سینوپس |
ډولونه
په ځینې ډلبندیانو کې د سینوپس نسل تریتون په هیپسېلو تریتون نسل کې ډلبندي شوي
د ۲۰۱۹ کال تر اکتوبر پورې یې پېژندل شوي ډولونه دي :
انځور | ساینسي نوم | عام نوم | سیمه |
---|---|---|---|
Cynops chenggongensis | د چېنګونګ سور ګېډی تریتون | چېنګونګ د یونان ولسوالۍ | |
Cynops cyanurus | د نیله لکۍ سورګېډی تریتون | د چین ګوېجو او یونان | |
Cynops ensicauda | اوکیناوان تورې ته ورته لکۍ لرونکی تریتون | د جاپان روکیو د ټاپوګانو ټولګه | |
Cynops fudingensis | د فوجیان د فوډینګ سیمې سورګېډی تریتون | فوجیان | |
Cynops glaucus | ګوانګډونګ، چین | ||
Cynops orientalis | چینایي سورګېډی تریتون | چین | |
Cynops orphicus | ډایانګ تریتون | ګوانګډونګ، چین | |
Cynops pyrrhogaster | جاپانی سور ګېډی تریتون | جاپان | |
Cynops wolterstorffi | د یونان د بند تریتون | د چین یونان سیمه | |
Cynops yunnanensis | د چین یونان سیمه |
Comments
So empty here ... leave a comment!