Fissured tongue – چاودې شوې ژبه
په انګرېزۍ کې ورته (scrotal tongue, lingua plicata, Plicated tongue, furrowed tongue) نومونه هم اخلي. په ژبه کې د اوږمهال لپاره بې زیانه حالت ده. ځانګړنه یې په ژبه کې درزونه یا چادونه پیدا کېدل دي، په ژبه کې د درد پېدا کېدو لامل نه ګرځي خو ځینې خلک ممکن په ژبه کې د سوزي احساس لرلو شکایت ولري. په کوچنیانو کې هم پیدا کیږي او ځینې وخت ارثي وي، د نسجونو له فعالیته غورزېدل هم ژبه کې چادونه پیدا کولای شي. د عمر له زیاتېدو سره هم پیدا کیږي.
په ژبه کې د چاودونو شمېر، ژوروالی او د چاودونو د غزېدو لوری په هر کس کې توپیر کوي. ژوروالی یې له ۲ تر ۶ ملي متره پورې امکان لري. ځینې وخت یو لوی چاود وي له کوم چې وړې د چاودونو څانګې خپرې شوې وي. د ژبې په څنګ کې هم چاودونه پیدا کېدای شي. ډېر کم وخت درد یا سوزی هم ورسره مل وي.
کوم خلک چې ملکرسون (Melkersson-Rosenthal syndrome) لري کوم ته چې انګرېزۍ کې (facial nerve paralysis and granulomatous cheilitis) نومونه هم اخلي په دې ډول ناروغانو کې زیات د ژبې چاودنه لیدل شوي – ملکرسون یوه ډېره کمه پېښېدونکې عصبي بې نظمي ده ځانګړنه یې د مخ فلج کېدل، د مخ او شونډو په ځانګړې توګه د پاسه شونډې پړسېدل، په ژبه کې چین او چاودونه پېدا کېدل دي. له دې پرته د ډون سنډروم (Down syndrome) په ناروغانو کې هم د ژبې چاودېدل پیدا کیږي – ډون سنډروم چې مخکې د مونوکولیزم (mongolism) په نامه پېژندل کیده د کروموزوم د یوویشتمې جوړې ټریسومي (trisomy) ده، لمړۍ کروموزومي بې نظمي ده چې په کال ۱۹۵۹ کې تشخیص شوه. تر ټولو عامه ټریسومي ګڼل کیږي، د هوښیارۍ د بې نظمۍ تر ټولو عام لامل ده.
لاملونه
تر اوسه یې لامل نده مالوم خو ممکن د ارثي ځانګړنې یوه برخه وي. زیات عمر کول او د چاپېریال فکتورونه یې هم لامل کېدای شي. په نرانو کې د ژبې چاودې کېدل د ښځو په پرتله زیات دي، په هر عمر کې ژبه چادونه پیدا کولای شي خو په زیات عمر لرونکو کې په دوامداره توګه پیدا کیږي.