Flexor digitorum superficialis

بهرنۍ عضله ده او د لاس د څلور ګوتو په قاتولو کې مرسته کوي – له بهرنۍ کلیمې مطلب (extrinsic) دی مانا یې چې د یو چا یا یو څه د بنسټیز طبیعت برخه نه وي، له بهر راغلې وي او یا له بهر څخه فعالیت کوي. دلته د (extrinsic) مانا دا ده چې دا عضله بهر د لاس په لېچو کې واقع ده. دا عضله دوه جلا سرونه لري او دواړه له لېچو سرچینه اخلي. د سرونو نومونه یې (humeroulner head and radial head) دي. له دې عضلې څلور ټېنډون را پورته شوي، ټېنډون یې له مړوند سره نږدې له کرپل تونل تېر شوي. ټېنډون سره جلا شوي او له ګټې ګوتې پرته د څلور ګوتو د منځنیو هډوکو له څنګ سره نښتي. ځینې وخت په کچه ګوته کې ټېنډون نشته وي. که چېرې په کچه ګوته کې نه وي نو د ټپ پر وخت تشخیص کې د ستونزې لامل کیږي. د دې عضلې بنسټیزه دنده د ګوتو په منځني هډوکي کې د ګوتو قاتونه ده. په دوېمه کچه یې دنده د ګوتو او رغوي د مفصلونو قاتونه ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons