Fossil – فوسیل
د تېر جیولوجیکي عمر یا دورې د ژو یا بوټو د پاتې شونو نښان ده کوم چې د ځمکې په قشر کې ساتل شوی وي. په ټوله نړۍ کې د فوسیل د مالوماتو ټولګې ته فوسیل ریکارډ یا فوسیلي یادون (fossil record) وایي او دا مالومات په نړۍ کې د ژوند د تاریخ بنسټیزه سرچینه ده.
یوازې د ژو کمه برخه د فوسیل په توګه پاتې کیږي او ډېر وخت هغه ژوي د فوسیل په توګه پاتې کیږي چې کلک مقاوت لرونکی اسکلیټ لري. ډېر بې شمزي د کلسیم کاربونېټ لرونکی اسکلیټ یا صدف لري د بېلګې په توګه مرجان، حلزون، براکیوپوډ او داسې نور. همداسې نور ډولونه یې د کلسیم فاسفېټ لرونکی صدف لري (کوم چې د شمزي لرونکو په هډوکي کې هم شته) او یا د سیلیکون ډیوکسایډ لرونکی صدف لري. کوم هډونکی یا صدف چې له مړینې وروسته ژر ځمکه کې خښ شوی وي ممکن له خپل ځان سره دا عضوي نسجونه ولري او دا ډول توکي په ډبرې بدلیږي کوم بهیر ته چې انګرېزۍ کې (petrified) وایي. بې تغیره پاتې شوي صدفونه لکه د براکیوپوډ صدف ډېر په رسوبي ډبرو کې موندل کیږي.
د ژوندیو سختې برخې کومې چې لاندې رسوب شوي مخکې تر دې چې په ډبرې بدل شي نور بدلونونه هم پکې راځي. په هډوکي یا صدف کې درزونه، چاودونه او یا خالي ځایونه کېدای شي په کلسیم کاربونېټ یا په نورو مالګو ډک شي او پاېله کې پاتې برخه فوسیل کوي همدې بهیر ته په انګرېزۍ کې (permineralization) نوم اخلي. په ځینې حالتونو کې د ټولو اسکلېټي توکو ځای نور منرالونه نیسي دې بهیر ته په انګرېزۍ کې (mineralization) نوم اخلي. همداسې امکان لري چې په اسکلېټ کې د تېزاوبو دوران له امله ټول اسکلېټ حل یا اوبه شي او یوازې د اسکلېټ نښان د ځمکې په قشر کې پاتې شي او د اسلکېټ په خالي ځای کې کلسیمي یا سیلیکوني مایع د اصلي شکل ځای ونیسي.
د ژو یا بوټو نرمې برخې ډېر کم وخت د فوسیل په توګه پاتې کیږي. د بېلګې په توګه د امبر ونې فوسیلي کنډ او ماموت (mammoths) یا د ماقبل تاریخ د غټو فیلانو د بدن نرمې برخې چې په کنګلونو کې پاتې ډېر کم وخت دا ډول فوسیل موندل کیږي. ساقې، ریښې او پاڼې د (carbonization) بهېر کې فوسیلي کیږي او ډېر وخت د دوه ډبرو تر منځ پیدا کیږي.
د نرمو او کلکو یا سختو برخو هغه فوسیل چې ډېر کوچنی وي او په سترګو نه لیدل کیږي د مایکرو فوسیل (microfossils) په نامه یادیږي. د فوسیل ډېر برخه په اوبو کې موندل کیږي په وچه کې پاتې شوني ډېر ژر له منځه ځي لامل یې داده چې د سمندر تل کې هوا او اکسیجن نشته وي، کوم چاپېریال چې هوا او اکسیجن نلري په انګرېزۍ کې ورته (Anaerobic) نوم اخلي خو یوازې باکتریا کولای شي په داسې چاپېریال کې د ژوندیو پاتې شونې له منځه وېسي. کوم ژوندي چې له مړینې وروسته ژر خښ شي او بدن یې تجزیه نشي همداسې د جسد خوړونکو ژو له برید وژغورل شي فوسیل کېدنه یې زیات امکان لري.
د فوسیلي ریکارډ یا یادون د مطالعې له مخې بنسټیزې ګټې: لمړۍ ګټه د ژو په ګروپو کې د دوامداره بدلون مطالعه ده کومه چې د ژو د تکامل په تشرېح کې مرسته کوي؛ دوېمه ګټه له ځمکپوهانو سر مرسته کوي چې دا مالومه کړي چې په کوم عصر او کوم قشر کې یې ژوند کړی؛ کومه برخه کې چې رسوب شوي وي او ژوند یې کړی وي د چاپېریال او اقلیم په اړه ترې مالومات لاسته راوړل کیږي د بېلګې په توګه ځینې تخمونه یوازې په سوړ چاپېریال کې القاح کیږي، ځینې ژوي په ژورو او ګرمو اوبو کې ژوند کوي لکه د مرجان ځینې ډولونه؛ فوسیل د منرال او سونګ توکو په کشف کې مرسته کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!