Four-eyed opossum – څلور سترګی اوپوسم
د فیلاندر نسل (genus Philander) ده، د جنوبي امریکا مارسپیل دي، د کورنۍ نوم یې دیدېل فیدای (family Didelphidae) او دیدېلفینای فرعي کورنۍ (subfamily Didelphinae) غړي دي. نوم یې د سترګو پاسه له ټاپو اخیستل شوی. خړ څلور سترګی اوپوسم (gray four-eyed opossum) د ډول علمي نوم یې (Philander opossum) ده تر ټولو زېات خپاره شوي او له برازیل تر بولیویا او مکسیکو پورې پیدا کیږي. اوری نوکو څلور سترګی اوپوسم (Orinoco four-eyed opossum) د ډول علمي نوم یې (Philander deltae) ده په وینزیولا کې له اورینکو سیند سره پیدا کیږي، انډرسن څلور سترګی اوپوسم (Anderson’s four-eyed opossum) د ډول علمي نوم یې (Philander andersoni) ده په امزون کې له وینزیویلا تر شمالي پېرو پورې پیدا کیږي، موندولفي څلور سترګی اوپوسم (Mondolfi’s four-eyed opossum) د ډول علمي نوم یې (Philander mondolfii) ده په وینزیویلا او شرقي کولمبیا کې شته دي.
دا ټول ډولونه په کچه او وزن کې یو بل ته ورته دي: له ۴۰ تر ۸۰ سانتي متره (۱۶ تر ۳۲ انچه) پورې اوږدوالی او تر ۷۰۰ ګرامه (۱.۵ پونډه) پورې وزن لري. خپل منځ کې یې توپیر د وېښتو د اوږدوالي کچه، رنګ او د کوپړۍ جوړښت ده. یوازې ژوند کوونکي دي، په ځمکه ژوند کوي. هر څه خوړونکي دي او مختلف ډوله میوې، مرغان، خزندګان، ذوحیاتین، حشرې او واړه تی لرونکي خوري. ښځه یې خېټه کې یوه کڅوړه لري چې له ۵ تر ۹ پورې تیان پکې پټ وي او په کال کې تر دوه پورې بچیان زېږوي.