Fox squirrel – ګیدړ نولی
د ډول علمي نوم یې (Sciurus niger) ده. نور عام نومونه یې (eastern fox squirrel or Bryant’s fox squirrel) دي. د شمالي امریکا تر ټولو غټ د ونې نولی ده. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۴۵ تر ۷۰ سانتي متره پورې وي، لکۍ یې له ۲۰ تر ۳۳ سانتي پورې اوږدیږي. له ۵۰۰ ګرامه تر یو کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د جنسونو ترمنځ فزیکي توپیر نلري. خواړه یې د ونو غوټۍ، حشرې، پیاز غوټې، ریښې، د مرغانو هګۍ، تخمونه او میوې دي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
فرعي ډله | سکیورومورفا |
کورنۍ | سکیوریډای |
فرعي کورنۍ | سکیورینای |
قوم | سکیوریني |
نسل | سکیوریوس |
Comments
So empty here ... leave a comment!